سټولټنبرګ: زموږ د سرتېرو استول دا معنی نه لري چې د ناټو پوځیان به مخامخ جګړه کې ګډون کوي

د ناټو عمومي منشي وروسته د بروکسل له غونډې چې د ناټو دفاع وزیرانو لپاره جوړه شوې وه ویلي دي چې ناټو به افغانستان ته نور اضافی سرتیري هم واستوي.
د ناټو ۱۵ غړو هیوادونو افغانستان ته د سرتېرو استولو لپاره امادګي ښودلې ده.
ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې افغانستان ته د ناټو سرتېرو استول په دې مانا نه دي چې له ترهګرو سره به په مخامخ جګړه کې ښکیل شي.
نوموړې زیاته کړې چې افغان ځواکونو خپله وړتیا ښودلې ده.
د بروکسل په غونډه کې د افغان ځواکونو د تجهیز او هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.