امریکا هغو افغانانو ته چې له دوی سره یې کار کړی نورې ویزې ورکوي

د امریکا دولت اعلان کړی دی چې ۴۰۰۰ نورو هغو افغانانو ته به د امریکا ویزې ورکړي کوم چې په افغانستان کې د امریکایانو په ماموریت کې یې له دوی سره کار کړی دی.
دوی ویلي دي چې نوموړو کسانو ته د وسله والو له خوا ګواښ دی ځکه چې دوی یې خاینین بولي.
یادو افغانانو له امریکایي ځواکونو سره د ژباړونکو، اور وژونکو او ساختماني کارکوونکو په توګه دندې تر سره کړي دي.