
په هند کې زرګونه کسانو د هغه مسلمان ځوان د شهادت په غبرګون چې په یوه ریل کې یې د چړو د ګوزارنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ مظاهرې وکړې.
لاریون کوونکو نیوکه کوله چې د نریندرا مودي توکمپال واکمن دولت د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر وړاندې چوپه خوله دی.
په نوي ډیلي ۲۰۰۰ تنو لاریون وکړ او د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له مینځه تللو غوښتنه یې کوله.
وروسته له هغې چې د مودي ګوند په هند کې واک ته رسیدلی دی له لسو زیات مسلمان ځوانان په مظلومانه ډول شهیدان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام لوی داعي ډاکټر ذاکر نایک په اړه هم خبرونه خپاره شول چې د هند دولت له نړیوالو غوښتنه کړې وه تر څو یې د ترهګرو په لست کې شامل کړي.
همدارنګه د ډاکټر نایک د تلویزیون پيس ټي وي په خپرونو هم بندیز لګیدلی.