د هند اوچين  ترمنځ سرحدي کړکېچ

د چين دبهرنيو چارو وزارت د هند سرحدی ساتونکې تورن کړي دي چې ددولتي پولې څخه په ناقانونه ټوګه تګ راتګ کوي.
او دهند دچارواکو څخه ئي غوښتنه کړي چې سرغړو ونکې په سمدستي توګه د چين خاوره خوشي کړي. لکه چې Oxu.Az دريانووستي اژانس له قوله خبر ورکوي دامطلب د چين دبهرنيو چارو استازي گینگ شوانگ، ورکړی او ددغه مقام په رسمي سايټ کې خپور سوی دي. « چين دهند څخه غواړي چې سرحدی تړون په پام کې ونیسي او د چين د ځمکنۍ خپلواکۍ ته درناوی وکړي، او هندي ساتونکې دې ژر د چين له خاوري ووځي، کوم چې په ناقانونه توګه له پولې رااوښتي دي. په سیمه کې د سولې او آرامۍ د ساتلو لپاره د پیښې بشپړ تحقيق ترسره کړي»ـ دامطلب د چين دبهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی دي.