مسکو دافغانستان د حالاتو په اړه انديښمن دی

مسکو د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښنه لري،اوپه ځانګړي توګه د تروریزم د یوې سرچینې د اډې په توګه د ځوانانو څخه د فعالي استفادې له امله انديښمن دی.
دامطلب دسي شنبي په ورځ دروسيي دبهرنيو چارووزارت کې داروپا دهمکارۍ د څانګې مشر اندري کيلن څرګند کړی دي. «داروپا دامنيت او همکاری سازمان د هيوادونوپولو سره سيمي اوس هم دپخوا په شان دډيروګواښونو او ننګونو منبع ده. په افغانستان کې د ترهګرو د نفوذ د خپرېدو، او دنشه ئي توکو دقاچاق وده داندیښني وړ ستونزمن حالت رامنځته کړی دي».- دامطلب اندري کيلن په ويانا کې داروپا دامنيت او همکاری سازمان دامنيتي ستونزو په کلنی غونده کې څرګند کړ. هغه زياته کړه« په ځانګړې توګه داچې د تروريزم د يوې سرچېنې په اډه کې د ځوانانو څخه په فعاله توګه استفاده کيږي انديښمن دي». ده زياته کړه چې روسيه دافغانستان دنشه ئي توکو دپوليسو د روزني په اړه داروپا دامنيت اوهمکارۍ سازمان پروژي پلي کولو کار ته دوام ورکوي.