اسراییلي جنګي الوتکو نن سهار پر غزه بمباري کړې

د اسراییلو جنګي الوتکو نن سهار د غزې پر تړانګه چې د حماس اسلامي غورځنګ تر ولکې لاندې ده بریدونه کړي دي.
په بمبارۍ کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی خو مادي زیانونه یې اړولي دي.
اسراییلو په یادو بریدونو کې د غزې په شمال کې د عزالدین قسام ملیشو دوه مرکزونه په نښه کړي دي، همدارنګه د اسراییلو له خوا د غزې اړوند په کرنیزو هم یو توغندی ورول شوی.
اسراییل وايي چې یاد کار یې د حماس له خوا د اسراییلو تر ولکې لاندې سیمو د توغندي ورولو په غبرګون کې کړی دی.
خو د حماس غورځنګ ویاند فوزي برهوم ویلي دی چې دا د اسراییلو لوبه وه، لومړی یې د غزې له خاورې توغندی توغولی او بیا یې د داعش په نامه خبرپاڼه خپره کړې ده تر څو د یاد توغندي له مسوولیته ځان وژغوري او اوس یې پر غزه بمباري کړې ده.