
د امریکا دولت ورسته له هغې د سوریې دولت ته خبرداری ورکړی دی چې فکر کیږي یو ځل بیا هم د کیمیاوي وسلو د استعمال نیت لري.
سپینه ماڼۍ وايي داسې شواهد یې موندلي چې د بشار اسد په مشرۍ د سوریې دولت په دغه هیواد کې یو ځل بیا د کیمیاوي وسلو د کارولو نیت لري او دې کار ته تیاری نیسي.
امریکا ویلي دي که چېرې بشار اسد یو ځل بیا د کیمیاوي وسلو په وسیله ټولوژنه وکړي نو درنه بیه به یې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال اپریل په ۴مه امریکا خبر ورکړ چې د بشار اسد دولت پر عامو وکړو کیمیاوي وسلې کارولي دي چې په غبرګون کې یې د سوریې د الشعیرات هوايي نظامي اډه په ۵۹ کروز توموهاک توغندیو وویشتل شوه.