د امریکا لوی درستیز د سفر موخه د نوي کړنلارې ټاکل دي

وروسته له هغې چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزیف ډانفورډ افغانستان ته راورسیدل په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې نوموړی به له افغان چارواکو سره وګوري.
ویل کیږي چې د نوموړي د سفر موخه د افغانستان او سیمې لپاره د نوې کړنلارې ټاکل دي.
ویل کیږي چې یاده ستراتیژي به دوه برخې ولري، یو هم افغانستان ته نویو امریکایي سرتېرو لېږل او بل پر پاکستان فشار تر څو د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او په هیواد کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوې تګلارې په اړه مخکې هم څرګندونې شوې وې.