د کرزي صيب ګوډو مات او زاړه وزيران

ليکوال :ويښ پښتون
څرګنده خبره ده چې افغان ولسمشر او نړیوالې ټولنې په هېواد کې جنګي ډلې او ملي جنایت کاران له ځانه را تاوکړي دي چې د مظلومو هېوادوالو په سرونو، پت او عزت باندې یې رنګا رنګ لوبې وکړې او کوي یې چې دهغې په نتیجه کې افغان حکومت هم په شرمونو باندې ځان وشرمولو او د بې ګناه هېوادوالو ژوند خو هغه ده ټوله نړۍ یې په سترګو ویني او د زړه په غوږونو باندې یې اوري چې له هرې چاودنې سره په میلیونونه ډالره تاوان او په سلګونه عام وګړي د مرګ کندې ته غورزېږي.
چې د دغو وژنو او نا امنیو د منځ ته راتلو په صورت کې لومړی خپله ولسمشرحامد کرزی پدې کې لوی لاس لري او په دوهم قدم کې هغه خارجي ډلې چې نن ورځ ده له ځانه را تاوې کړي هغوی یې راپیدا کوي او په درېیم قدم کې د ده خپل نژدې معاونین او وزیرصایبان دي چې خپلې ګټې یې په پام کې نيولې دي او مظلوم هېوادوال د اور د لمبو ښکار کېږي.
ځکه که چېرته دغه لوړ پوړي چارواکي خپل ځان په دغه جنایت او خیانت کې ځان دخیل نه ګڼي نو ولی دوي له خپلو مخالفینو سره خبروته نه کېني او یوه سوله ایزه فضا نه را منځ ته کوي؟
خو زه بیا د یو غریب افغان او ویښ پښتون په صفت سره دا وایم چې افغان حکومت او په څنګ کې یې لوړ پوړي وزیران باید په دې باندې ښه دا خپل کاڼه غوږونه خلاص کړي چې په دغو ناامنیو کې مو خیر نشته ځکه یوه ورځ ضروري راتلونکې ده چې بیا به همدغه ولس را پورته کېږي او د لوړ پوړو چارواکو په غاړو کې به پړی بندوي او په دار باندې به یی را زړوي لکه څرنګه مو چې په دا تېرو دېرشو کلونو کې ولیدل چې زیاتره ملي جنایت کاران څوک ووژل شول او څوک په دار باندې را وزړول شول.
دا خو ټولو هېوادوالو لوستو او نالوستو ته څرګنده ده چې هرچا په دغه پاکه خاوره کې جنایت او خیانت کړی بیا یې خپل سرهم په دغه پاکه او مقدسه خاوره کې خوړلی دی.
خو زه بیا افغان ولسمشر او د ده دا وفاداره او زړو او ګوډو ماتو وزیرانو ته دا وایم دا کوم وخت او فرصت چې نن ورځ خدای پاک تاسوته په لاس در کړی نو بایده ده چې له دې فرصت نه په ګټې اخیستو سره په خپل هېواد کې یوه د کار اداره جوړه کړي او هېوادوالو ته کار وکړي له مخالفینو سره خبروته کینې او یو جوړ جاړي ته ورباندې ځان ورسوي ترڅو هېوادوال وکولای شي په خپل هېواد کې خپلو کارونو ته په ارامه دوام ورکړي او خپلي سرمايې په کار واچوي چې له یوې خوانه مو هېواد اباد او ګلزارشي او له بلې خوانه مو ځوانان په خپلو کارونو باندې مصروفه شي.
که چیرته زموږ ولسمشر او په څنګ کې یې دا ګوډو مات وزیران په همداسې درانه خوب ویده او په خپلو نیشو کې ډوب وي نو زه فکر نه کوم چې دافغان حکومت پښې به په دغه خاوره کې نورې ټینګې شي نو ولسمشر به په خپله مخه تښتي او وزیران به یې لکه د قطه بازې لوبه په هېواد کې څوک غل ثابت شي ، څوک به وهل او ډبول وخوري اوڅوک به په دار باندې را وزړول شي او په اخیر کې به افغانستان یوځل بیا د اور د لمبو ښکارشي.
خدای دې له داسې حالاتو نور افغانستان وساتي.