
ليکوال: ويښ پښتون
درنو پښتنو له ډېرو ګیلو او بابولالونه به تېرشو ځکه چې دا مو خپله په ځان وکړو رابه شو اصلي خبرې ته کله چې د ولسمشرکرزي صیب اداره په هېواد کې رامنځ ته کېده نو همدغو پاکو او بې ګناه پښتنو ښاغلي ګرزي صیب ته د باور رایه ورکړه چې په نتیجه کې دی د پښتنودسر قاتل ثابت شو. او دغې فاسدې او بېکاره ادارې په لومړي سر کې وکولای شول چې د حکومت ټول امتیازات یې شمال ټلوالې ته ورکړل.
هغه که په حکومت کې وزارتونه و. او یا نورې لوړې،قوي او د کارچوکۍ کومې چې په داخلي مؤسساتو کې او یا په خارجي مؤسساتو کې وې نو دایې ټولې دهغوی حق وګڼلې ځکه چې دا هماغه شمال ټلواله وه او د کرزي صیب لاس پوڅی حکومت و چې په دغه حکومت کې د پښتنو د وژل کېدو تهداب او لاسلیکونه پکې وشول چې ډېر مخور او د کارپښتانه په دغه اداره کې ووژل شول او څوک د القاعده په نامه ونومول شول او څوک له دندې نه ګوښه شول او چا خپلې استفعاوې وړاندې کړې چې څرګنده بېلګه یې علي احمد جلالي او پروفسور ډاکټر اشرف غني احمدزی وو. چې چا ورته په دغه دغلو اداره کې د کار کولووخت ورنه کړو او نه یې چا خبرو ته غوږ ونېولو.
څرنګه چې موږ په دا لسو کلونو کې ولیدل او لا ګورو یې چې د هغې له جملې نه خو یې په لومړي سرکې خدای بخښلی حاجي قدیر له منځه یوړهغه په دې معنی چې هغه د بن په غونډه کې د خپلو پښتنو پلوي کوله ، د پښتنو حق یې غوښت او په پښتو باندې یې هلته خبرې کړې وې او بالاخره د ده د وژل کېدو پلان هماغلته لاسلیک شو اوله هغه نه وروسته ورپسې د پښتنو په سیموباندې بمبارې پیل شوې چې ډېر بېګناه پښتانه په هره سیمه کې ووژل شول او لا وژل کېږي چې څرګنده سیمې یې لوی کندهار، لویه پکتیا، غزني ، کنړ او د هلمند ولایتونه دي او دا غمونه او ژړا ګانې لا غلې شوې نوې چې بل تازه غم یې هغه بله ورځ ټول مشرقي کې را پیدا کړو چې خدای بخښلی حاجي زمان غمشریک یې په چل او هنر سره حکومت ته را داخل کړو چې په نتیجه کې یې هغه هم له منځه یوړو او له هغې وروسته خدای بخښلی بابي صیب د قندهار د اطلاعاتو او کلتور ریس وواژه اود کندهار د اطلاعاتو او کلتورپه ریس پسې خدای خبر چې د کوم پښتون واربه وي چې هغه له منځه یوسي خو زه بیا افغان ولسمشر او لوړپوړو پښتنو ته دا وایم چې همدغه پښتانه وه چې کرزي صیب ته یې د اوړو پزه کېښوده او یو ځل بیا یې دی د واک پرګدې باندې کښېنو او له ده نه د ده په دا فاسده اداره کې اخیر دا را ولاړیږي.
دا کومه سوداګري چې نن ورځ ده د پښتنو په سرونو باندې روانه کړې ده دابه کومه ښه پایله او کوم ښه تاریخ ونلري ځکه بیا به هماغه دوه یا درې طالبان ورپسې د یوې تورې لنګې سره راپورته کېږې نه به شمال ټلواله په افغانستان کې خپلې پښې ټینګې کړي او نه به نړیواله ټولنه وي او نه به هم د کرزي صیب دا فاسده اداره خپلې پښې ټینګي کړي او تور مخ به له افغانستانه یو ځل بیا خپلې پښې سپکې کړي اوپه پنډونو پنډونو تورتاریخونه به ورپسې ولیکل شي.