امریکا کې سپی ښاروال شو!

د امریکا متحده ایالاتو د کنتاکي ایالت اړوند سیمه کې خلکو یو سپی د ښاروال په توګه وټاکه.
په یادو ټاکنو یو خر، پېشو او چرګه هم کاندیدان وو چې له دوی سره بخت یاري ونه کړه او ټاکنې د سپي په ګټه تمامې شوې.
نوموړی سپی درې کلن دی او خاوند یې خوښي څرګنده کړې چې سپی یې ښاروال شو.
ویل کیږي چې د یادې سیمې خلک د څلورم ځل لپاره یو سپی د ښاروال په توګه ټاکي.
د دې لامل مالوم نه دی چې ایا په سیمه کې د ښاروالۍ لپاره د انسانانو په ډله کې وړ کسان نشته او که څنګه؟
سپی ښاروال شو خو لا یې هم په غاړه کې پړی پروت وي!