
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نوموړي دولت د کابینې په غونډه کې چې په بیت المقدس کې جوړه شوې وه د دوی په اند په سوریه کې د ایران نظامي حضور هڅو اندیښمن کړي دي.
دوی خبر داری ورکړ چې د لبنان حزب الله ډلې په پرمختللو وسلو سمبالښت یې هم تر نظر لاندې دی.
دوی ویلي دي چې ایران کوښښ کوي د سوریې تر واک لاندې جولان کې نظامي حضور پیدا کړي خو دوی به اجازه ورنکړي او نه به هم د لبنان حزب الله ډلې په پرمختللو وسلو سمبالښت ته اجازه ورکړي.
اسراییلو ویلي دي چې د دوی موقف روښانه دی او د سوریې له خاورې به پر دوی د هر برید ځواب ورکړي.
له دې سره سره اسراییلو تېره ورځ د سوریې دولت تر ولکې لاندې جولان بمباري کړل، اسراییل ادعا کوي چې له سوریې د اسراییلو تر ولکې لاندې د جولان په لوړو برخو توغندي ورول شوي دي، خو چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.