
د پاکستان پنجاب ایالت د بهاولپور په سیمه کې د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۲۳ تنه وژل شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې یاد ټانکر له کراچۍ څخه د لاهور په لوري روان و چې په یاده سیمه کې له سرک څخه خطا او واوړیده.
ویل کیږي چې ټانکر ۲۵زره لیتره تېل بار کړي وو چې له چپه کیدو وروسته خلکو غوښتل تېل ترې وباسي خو ټانکر اور واخیست او چاودنه یې وکړه.
ویل کیږي چې په چاودنه کیږي یو شمېر موټر او موټرسایکلونه هم له مینځه تللي دي.