
د خوښيو ستر پیغامه راشه راشه ستا کومه احترامه راشه راشه خیر که يمه ټول پرهر پرهر اختره د خوښۍ راوړه الهامه راشه راشه خیر که یمه ببر سر څيرې ګريوانه ستا راتګ ته صد سلامه راشه راشه د سرور پیغام له ځانه سره راوړه د غمجنو زړو ارامه راشه راشه دلته هر کاله کې غم دی اړولي خوښي راوړه ای ګلفامه راشه راشه عاکف تاته انتظار کوي اختره خفګان لرې کړه مدامه راشه راشه