د روسيې ترهګرۍ ضد چارو مشر: داعش غواړي د خپلو فعاليتونو مرکز افغانستان ته انتقال کړي

 
د روسيې او همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد چارو مشر جنرال اندرې نوويکوف پرون د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دوو کمېتو ته وويل، چې د داعش ترهګره ډله غواړي د خپلو فعاليتونو مرکز له سوريې او عراق څخه افغانستان او د منځنۍ آسيا هېوادو ته انتقال کړي. د نوويکوف په وينا داعش هڅه کوي په افغانستان کې طالب جنګيالي او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې خپلو ليکو ته جذب کړي او په افغانستان کې د قدرت يو نوی مرکز رامنځته کړي. ده په ځانګړې توګه دې خبرې ته اشاره وکړه چې په شمال کې د داعش راڅرګندېدل او د منځنۍ اسيا هېوادونو تر پولو رسېدل د دې څرګندويي کوي چې يو شمېر طالب قومندان د افغانستان  په شمال کې د داعش ليکو ته وراوښتي دي. نوويکوف ټينګار وکړ، چې طالبانو هېڅکله له افغانستان څخه بهر د خاورو لاندې کولو ادعا نه ده کړې، حال دا چې داعش دوه کاله مخکې د افغانستان له مرکزیت سره د خراسان په نامه د يوه نوي ايالت د جوړولو اعلان وکړ، چې د منځنۍ آسيا هېوادونه هم د دې ايالت برخه دي. د ده په وينا داعش غواړي لومړی په افغانستان کې قوي مرکز جوړ کړي او بیا شاوخوا سيمې تر ولکې لاندې راولي، له همدې کبله داعش جنګيالي د يو شمېر سيمو د کنټرول پر سر له طالبانو سره په سختو نښتو کې ښکېل دي. سمدستي داعش غواړي چې د افغانستان شمالي سيمې لاندې کړي او د منځنۍ آسيا هېوادونو او د چين د شينجيانګ او اويغور خودمختتاره ايالتونو پولو ته ځانونه ورسوي. اوسمهال د همګټو هېوادونو اوه زره اتباع له داعش سره د تړاو په شک تر تعقيب لاندې دي، خو ۲۰۰۰ کسان عملاً د داعش او نورو ترهګرو ډلو په ليکو کې جنګېږي.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امريکې حکومت هم اعلان وکړ چې افغانستان له ترهګرو ډلو سره د جګړې په يوه حساسه مرحله کې دی او اوسمهال له شلو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې ښکېل دی، يعنې دا چې د ۱۶ کلو له تېرېدو سره د ترهګرو ډلو زياتې شوي دي، خو له منځه نه دي تللي.