
سعودي سرچینې وايي چې د دغه هیواد په جده ولایت کې یوه ځانمرګي برید کوونکي پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړې ده.
ځانمرګي وروسته له هغې خپل واسکټ چاودلی دی چې د سعودي امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شو.
ویل کیږي چې په یاد برید کې چاته زیان نه دی اوښتی، خو ځینې سرچینې بیا وايي چې برید د مکې مکرمې په اجیاد سیمه کې تر سره شوی دی.
له بلې خوا سعودي ځواکونو د یوه ترهګریز بانډ درې تنه هم نیولي دي.