
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا په يوه خبرې کنفرانس کې ويلي، چې روسيه منتظره ده چې امريکا د هغو رپوټونو په اړه توضېحات ورکړي، چې له مخې يې امريکايي چورلکو په ننګرهار کې د داعش وسله والو په انتقال کې مرسته کړې او هغوی ته يې يو کانټينر وسلې او مهمات رسولې دي. د رپوټونو له مخې او همداراز د ظاهر قدير د ادعا له مخې په توره بوره کې د داعش تر عملياتو وړاندې امريکايي چورلکو ۵۰ تنه داعش وسله وال سيمې ته انتقال کړي او همداراز يو کانټينر وسلې او مهمات يې د داعش ليکو ته رسولي دي. د زاخارووا په وينا په وروستيو مياشتو کې د ناڅرګندو هوايي الوتنو او په بېلا بېلو ولایتونو کې د داعش ځواکونو د اکمالاتو په اړه نه د امريکې حکومت او نه هم د افغانستان حکومت کوم قانع کوونکي توضېحات وړاندې کړي دي، چې پدې اړه شکونه ورځ په ورځ زیاتېږي. نوموړې له لوېديځ خبریالانو نه غوښتنه وکړه چې پدې اړه له ناټو او پنټاګون نه پوښتنې وکړي.