پاکستان ايرانۍ بې پيلوټه الوتکه ويشتلې ده

پاکستاني چارواکو، په ډاګه کړې چې پوځي ځواکونو يې د ايران يوه بې پيلوټه الوتکه د بلوچستان په سويل لويدیځ کې راغورځولې ده.
واشنګټن پوسټ ليکلي، چې دوه تنو پاکستاني چارواکو، چې نه غوښتل نومونه يې په ډاګه شي دوه ورځې وړاندې دوی ته  ويلي، چې د تيرې اونۍ په پای کې يوه ایرانۍ بې پيلوټه الوتکه په بلوچستان کې ويشتل شوې ده.
«ډان نیوز» پاکستاني رسنۍ هم خبر ورکړی، چې دغه الوتکه د «پنجګور» ښار په «پروم» سیمه کې ويشتل شوې ده.
ايران تيره میاشت پاکستان سره په سرحدي سيمو کې د تحرکاتو له امله اندېښنه ښودلې وه او په سخت غبرګون کې يې ويلي و، چې د پاکستان دننه به عملیات وکړي.
وروسته له هغې، چې د ایران د سرحدي ځواکونو يو شمېر کسان پاکستان سره په سرحدي سیمو کې ووژل شول، د ایران لوی درستیز محمد حسین باقري ادعا وکړه، چې د ایران ختیځ سرحد سره د پاکستان په خاوره کې د سعودي عربستان جیره خوارو او د امريکا د تائيد ترهګر هلته پوځي زده کړې کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نورو بریدونو په صورت کې به ایران، هر ځای کې چې ترهګر وي په نښه کړي.