
داعش وسله والې ډلې په موصل کې د النوري تاریخي جومات نړولی دی.
یاد جومات چې اته سوه کاله لرغونتوب یې درلود هغه جومات دی کوم چې د داعش مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴م کال کې د خپلې ډلې خلافت له نوموړي ځایه اعلان کړ.
خو داعش ډله وایي چې نوموړی جومات د امریکا په هوایي بمباریو کې وران شوی دی او د دوی په لاس د جومات ورانیدل یې رد کړي دي.
له بلې خوا عراقي پوځ ویلي دي چې د النوري جومات پنځوس مترۍ ته رسیدلي وو چې داعش یاد جومات والوازاوه او تاریخي جنایت یې تر سره کړ.
د النوري جومات له پېړیو راهیسې د عراق په موصل کې له خپلې کږې منارې سره شهرت درلود.