
یو الجزایري وګړی چې پر فیسبوک یې د خپل کوچني زوی انځور په داسې ډول خپور کړی و چې د یوې لوړپوړیزې ودانۍ له کړکۍ یې د لاس په وسیله دباندې ځوړند کړی دی، نوموړي له یاد انځور سره لیکلي وو چې زر لایکونه دې ورکړل شي او که نه ماشوم له ودانۍ غورځوي.
د یاد کس انځور د خلکو له توند غبرګون سره مخ شو او نوموړی یې پر ماشوم ځورونه تورن کړ او د سزا ورکولو غوښتونکي یې شول.
د الجزایر پولیسو یاد کس د نوموړي هیواد پلازمېینه الجزیره کې ونیوه او او محکمې په دوه کاله بند محکوم کړ.