امریکا په سوریه کې د بشار اسد پوځ اړوند ایرانۍ بې پیلوټه الوتکه ویشتلې

د امریکا د فاع وزارت خبر ورکړی دی چې په سوریه کې د بشار اسد د پوځ اړوند د ایران له خوا جوړه شوې بې پېلوټه الوتکه یې ویشتلې ده.
یاده پېښه د سوریې، عراق او اردن ګډې پولې ته نېږدې شوې ده.
پنټاګون ویلي دي چې یادې الوتکې له دښمنۍ ډک دریځ درلود او له خبرداري سره سره یې بیا هم مسیر ته تغیر ورنکړ چې په پایله کې د امریکا ایف ۱۵ ډوله الوتکې له خوا وویشتل شوه.
ویل کیږي چې نوموړي بې پيلوټه الوتکه د شاهد۱۲۹ ماډل څخه وه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم امریکا د سوریې پوځ یوه الوتکه ویشتلې وه او یاد حرکت یې دفاعي بللی و.