هغه د بحرین وګړي چې قطر ته سفر وکړي پاسپورټ یې باطل کیږی

د بحرین دولت اعلان کړی دی چې د هغو بحریني وګړو پاسپورټونه به باطل کړي چې قطر ته سفر وکړي.
یاد هیواد نوموړی حکم نن اعلان کړی دی او اشده سختګیري یې پکې کړې ده.
په حکم کې چې د بحرین کورنیو چارو وزیر اعلان کړ ویل شوي دي چې په هر ممکن ډول که د بحرین وګړي قطر ته ولاړ شي نو پاسپورټ به یې باطل شي.
له بلې خوا بحرین هغو قطریانو ته چې په یاد هیواد کې اوسیږي خبرداری ورکړی و چې د دوو اونیو په ترڅ کې بحرین ترک کړي.
بحرین د سعودي عربستان په متابعت له قطر سره هر ډول اړیکې پرې کړي دي.