د امریکا پولیسو يوه تورپوستي ميرمن د هغې د ماشومانو مخکې ووژله

د امریکا په سیاتل کې يوه ځوانه افرو امریکايي ميرمنه د پولیسو لخوا د هغې د ماشومانو په مخکې په مرمۍ وويشتل شوه او وژل شوې.
د امريکا د رسنیو د رېپوټونو له مخې، چې دغې ميرمن پولیسو ته زنګ کړی و، چې غله يې په کور ننوتي دي او دوه تنه پولیس د رارسیدو سره سم دغه ميرمن چې امیداواره هم وه ووژله.
پولیسو ادعا کړې، چې د ميرمنې لاس کې چاقو و، خو يو شمېر معترضين وايي، چې پولیسو هيڅ ډول موجه دلیل نه درلود.
د یادونې ده، چې د امریکا پولیسو په منځ کې ډير داسې کسان شته، چې له افرو امریکايانو سره توپیري چلند کوي، او تر اوسه زیات شمېر کسان د دوی په لاس وژل شوي دي.