که څه هم د درک یا د یو چا پر حال ځان پوهولو موضوع مو سپړلې هم وه، خو بیا هم ځینې اړینې خبرې دي، چې باید یادونه یې وشي.
انساني، محمدي او امتي شرافت همدلي یا د زړه خواخوږي ده، چې هر انسان ترې برخمن نه دی؛ د ګوتو په شمار وګړي دي، چې رحم لري او د نورو بد حالت په غوره ډول درک کوي او مرسته ورسره کوي او یا هم که يې مرسته په وس نه وي پوره، نو حتا لږ تر لږه یې پر وړاندې له بد چلند څخه ډډه کوي.
ډېری داسې بد روزل شوي، د خدای له ښې تېر او کم نظره کسان شته، چې یوازې پر خپل موقف او شتمنۍ به نازېږي او نور به په هغه ډول تر پښو لاندې کوي په کوم ډول یې چې په وس پوره وي، تل به د خپل اړوند زور او ځواک ښودنه او څرګندونه کوي؛ دا ډول وګړو ته د نوم ورکولو پرېکړه تاسو لوستونکو ته پرېږدو.
ډېری داسې کسان شته، چې دوی له دې بد چلند سره عادت شوي دي او اړوند چلند یې یو عادي خوی ګرځېدلی دی یعنې دوی تل په خپله شتمنۍ او موقف باندې نازېږي او په هر راز حالت کې یې نورو ته څرنګدونه او ښودنه کوي او د خپل ځان دا لویه تېروتنه هم نه ویني ځکه چې دوی په دې حالت کې همدا ډول عادت اخیستی دی. (عادت هغه څه دی، چې انسان له هر بد چلند سره عادي او معمولي کوي)
یو څوک د چا حالت تر هغې پورې نشي درک کولای یا یې پر حال نشي پوهېدلای، ترڅو چې پرې اړوند حالت نه وي راغلی. دا یوه تر ټولو بده او خطرناکه خبره ده، انسان تل باید هر اړخیز فکر ولري؛ ځکه د انسان توپیر له نورو مخلوقاتو څخه همدې ته په ورته مسئلو کې شوی دی. د اسلام، نبي او خدای له نظره هغه څوک غوره دي کوم، چې غوره انساني اصول مراعات کوي؛ هغه څوک غوره دي او غوره وجیبه سرته رسوي څوک، چې خپل ځان د ذهني انځور له مخې د نورو پر ځای ږدي او د هغو حالت درک کوي او پر وړاندې یې د حالت د درک کولو سره سم وړ چلند غوره کوي.
غوره انسان هغه دی، چې په هر حالت کې نور په غوره توګه درک کړي او تر ټولو بد کس هغه دی، چې تر هغې پورې نور درک نشي کړای ترڅو چې پرې اړوند حالت نه وي راغلی.
#حقمل معینزی
وروستي