
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ثبات په لټه کې نه ده او له همدې امله یې خپله ستراتیژي پټه ساتلې ده.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې له ۱۵ کلنې جګړې وروسته هم ټاکلې ستراتیژي نه لري.
نوموړې ویلي دي چې امریکا د امنیت شورا په اجازه پر افغانستان یرغل کړی دی خو تر اوسه یې هم یادې شورا ته خپل راپور نه دی وړاندې کړی او خپله ستراتیژي یې پټه ساتلې ده.
نوموړې زیاته کړې چې امریکا باید د امنیت شورا ته منظم راپور ورکولای چې تر اوسه یې دا کار یو ځل هم نه دی کړی او معلومه نه ده چې دوی څه کول غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړې څو زره نور تازه دمه سرتېري هم افغانستان ته راولېږي.