
د بریتانیا پولیسو نن سهار خبر ورکړی، چې يو موټر د «فینزبري پارک» په ساحه کې، پر پياده کسانو ورځغلول شوی او په پېښه کې څو تنو ته مرګ ژوبله پېښه شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، چې د تراویح لمانځه نه وروسته دغه برید پر مسلمانانو شوی، چې په پايله کې درې تنه شهیدان شوي دي او یو شمېر هم ټپیان دي، چې د ځينو حالت ګواښمن ښودل شوی.
د لندن پولیسو ويلي، چې د پېښې سره په تړاو کې يو تن نيول شوی او تر اوسه د شهیدانو او ټپيانو کره شمېره نده په ډاګه شوې او نه هم د پېښې د لامل په هکله توضیحات ورکړل شوي دي.
دا هم دنيول شوي کس انځور دی، چې رويټرز خپور کړی.