
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکیل ویلي دي چې نوموړی تر څیړنې لاندې نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي وو چې شاید نوموړی تر څېړنو لاندې وي.
د ټرمپ او روسیې ترمینځ د احتمالي اړیکو د څېړنې لپاره د نوي کمیسیون مشر رابرټ مېلر چې د اف بي آی پخوانی مشر و ټاکل شوی دی، چې د ټاکنیزو مبارزو پر وخت د ټرمپ او روسیې تر مینځ د اړیکو په اړه به تحقیقات کوي، خو د ټرمپ وکیل جي سیکولو ویلي دي چې ټرمپ نه هم د تحقیقاتو لاندې و او نه دی.
له بلې خوا د څېړنې ډله دا هم څېړي چې ایا د اف بي آی پخواني مشر جېمز کومي د لېرې کولو لامل د یادو اړیکو په اړه د څېړنو پیلول وو او که نه.