
دوحه کې یوې سرچینې ویلي دي چې بحرین هیواد هلته میشتو قطري ځواکونو ته دوه ورځې وخت ورکړی دی تر څو له دغه هیواده ووځي.
یاد پوځیان چې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف تر چوکاټ لاندې یې فعالیت کاوه له ۲۰۱۴ کال څخه راپه دېخوا به بحرین کې میشت دي.
د بحرین چارواکو په یاد هیواد کې د امریکایي ناوسنټ یا سمندري ځواکونو قوماندانۍ ته چې قطري ځواکونه هم هلته مېشت دي نوموړې غوښتنه سپارلې ده.