
د ایراني رسنیو د خبر له مخې د سعودي ساحلي ګارد یو ایرانی کب نیوونکی وګړی په داسې حال کې وژلی چې ګومان کیږي کښتي یې د سعودي اوبو ته داخله شوې وه.
د ایران پوځ یاده کړه غیر انساني، غیر اخلاقي او د اصولو خلاف بللې ده.
ویل کیږي چې د نوموړي کب نیوونکي زوی توانیدلی تر څو بېرته د سمندر غاړې ته ځان ورسوي.
سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ایراني رسنیو ویلي دي چې کیدای شي د کب نیوونکو کښتیو شمېر څو دانې وي او د نورو کب نیوونکو برخلیک نامالوم دی.