عطا بلاخره غاړه ږدې

د بلخ والي استاد عطا محمد نور ته نږدې سر چيني وايي چې استاد عطا محمد كله چې په ټاكنو کې له عبدالله څخه ملاتړ وكړ او هغه په ټاكنو کې پاتي راغی ، نو له هغه مهاله يې تر اوسه د خپل ځان د سرنوشت په اړه هر اړخېزې مشورې او مجالس له خپلو ملګرو سره تر سره كړل 
بلاخره له ډيرو اندېښنو وروسته هوكړه په دي وشوه چې د مختلو اقوامو د استازو په راوستو سره د ولسمشر كرزي پر وړاندې د خپلو كړنو بښنه وغواړي او په پام کې ده چې ډير ژر به د مختلفو قومونو له استازو سره كابل ته راشي
دا چې نوموړي به څنګه او د خپلو كومو كړنو په اړه بښنه غواړي ، ټول هيواد وال پوهيږي چې د ټاكنيزو سياليو پر مهال ده څه څه ولسمشر كزري پسي و نه ويل، په داسي حال کې چې عطا د ښاغلي كرزي د حكومت يو له نازولو واليانو څخه وو
جالبه خو دا ده چې نوموړي د ټاكنو پر مهال ويلي وو چې دي به د ښاغلي كرزي برۍ و نه مني او كه كرزي بريالي هم شي نو دي به يي په ټيم كار ونكړي
خو نوموړي ځكه استعفا ونكړه چې كه دي له دندي كوښه شي ، نو هرو مرو به څارنوالي ته معرفي کېږي ځكه د نوموړي نوم هم د هغو لوړپوړو چارواكو په ليست کې شامل دي كوم چې په فساد تورن دي
سرچېنه وايي چې ښاغلي عطا په غوړه مالۍ کې يو ځانګړي مهارت لري ، مخکې له دي به يي خپله كورني د سرو زرو له سيټونو سره د ولسمشر كرزي كور ته د ننواتو لپاره ليږله خو دا ځل له ځان سره د قومونو مشران د ننواتو لپاره بيايي
دا هر څه نوموړي د دي لپاره كوي چې دي په خپله كرسي پاتي شي او لكه د تير په څير ټول واك او خپلواك والي و اوسي ، خو پوښتنه دلته ده چې ښاغلي كرزى به د ده د ننواتو پر وړاندي څه غبرګون وښيي؟؟؟

دا په داسي حال کې ده چې د ۱۳۸۹ كال ، د كال لمړي ورځ ( نو روز ) چې د ملګرو ملتونو لخوا يوه نړيواله ورځ و پيژندل شوه، سږ كال به په ځانكړو مراسمو سره تجليل شي
او دي مراسمو ته د جميعت اسلامي او شوراي نظار ټول مشران غوښتل کېږي چې په يوه مناسب وخت کې به دوي د خپلو پرګرامونو په اړه مجلس كوي
سرچېنه وايي چې د غه مجلس هم د روسيي او ايران د استخبارتو په اشاره جوړيږي چې وړاندي له دي په ۱۱ د دلوي ښاغلي عطا د روسي د استخباراتو او د ازبكستان د امنيت له ريس مختار اكه سره په مزارشريف كښي كتلي دي
منبع وايي چې دوي غواړي خپل بيكاره ځوانان ايران ته د تعليم لپاره واستوي او هلته تري د جهاد په نوم يوه فرفه د مسعود زوي تر قيادت لاندي چې دا مهال ايران کې په زده كړه بوخت دي جوړه كړي
دا هلي ځلي هغه مهال پيل شوي كله چې ولسمشر ښاغلي حامد كرزي له حزب اسلامي او طالبانو سره د خبرو اترو پروسي ته زرو وركړ
همدارنګه سرچېنه زياتو ښاغلي عطا دي هر ډول ننواتي وكړي ، اولكه څنګه چې معلوميږي د ولسمشر كرزي لمړي مرستيال ښاغلي مارشال محمد قسيم فهيم هم په پټه د استاد عطا ملاتړ كوي . خو ولس د ښاغلي كرزي پريكړي څاري او كه استاد عطا له خپلې دندې ګوښه نشي نو د ولسمشر كزري واك تر پوښتني لاندي راتلاي شي ؟
بهاند اجمير