د امریکا یوه جنګي بېړۍ له فلیپیني باربري کښتۍ سره جنګیدلې، اووه کسان ورک دي

د امریکا لویه جنګي بېړۍ چې فیتزجرالد نومیږي له یوې باربري بېړۍ چې د فلیپین بیرغ پرې رپيده جنګیدلې ده او د یادې جنګي بېړۍ اوه کارکوونکي تري تم شوي دي او یو شمېر هم ټپیان دي.
دا پېښه په خپل ډول کې حیرانوونکې ښکاري داسې چې د ورځې پرمختللې ټکنالوژۍ په درلودلو څنګه ممکنه ده داسې پېښه رامینځ ته شي.
ټکر د جاپان یوکوسواکای سمندرغاړې سره رامینځ ته شوی دی خو یوه کښتي هم د ډوبیدو له خطر سره نه ده مخ شوې.
امریکایي جنګي بېړۍ د څنګ له خوا زیات زیان لیدلی دی چې اوبه ورننوتې او په انځورونو کې لیدل کیږي چې د اوبو ماشینونه ترې اوبه خالي کوي.
باروړونکې کښتۍ د مخې له خوا کم زیان لیدلی دی.
امریکایي بېړۍ له پېښې وروسته د ساحل په لوري حرکت کړی دی او ټپیان د چورلکو په وسیله روغتونونو ته لېږدول شوي.