د امریکا دفاع وزیر: په افغانستان کې د ناوړه وضعیت مسؤل اوباما دی

د امریکا د دفاع وزیر ماټيس وایي، د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل او د افغان امنیتي ځواکونو څخه نه ملاتړ، د اوباما هغه ناسمې پرېکړې وې، چې له امله یې طالبانو ته موقع ورکړه، چې ځانونه قوي او جګړه نوره هم تیزه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې، د امریکا د کانګریس د سنا جرګې د تدراکاتو کمیټي ته وینا پر مهال کړي او زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوسني بد وضعیت مسؤل پخوانی ولسمشر بارک اوباما دی.
د ماتیس په خبره، چې موږ د مهال ویش سره سم خپل ځواکونه ویستل، خو زما په باور موږ باید د مهال ویش سره سم نه، بلکي شرایطو ته په کتو خپل سرتیري ایستلي وای.
ماتیس وايي، چې د اوباما هغه غلطې پریکړې چې پر اساس یې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا له هوايي ملاتړه بې برخې شول او په ۲۰۱۴کال کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسول، هغه لاملونه دي، چې موږ اوس د دې بد وضعیت سره مخ یو.