د جرمني پخوانی لومړی وزیر هېلموت کوهل ومړ

د جرمني پخوانی لومړی وزیر هېلموت کوهل تیره ورځ جمعه، په خپل کور د ۸۷ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی د CDU ګوند سیاستمدار، چې له ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۹۸ ز کلونو پورې په واک کې و، او دا له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ټولو اوږده واکمني وه.
کوهل د ختيځ او لويديځ جرمني د يوځای کولو معمار ګڼل کيږي. ده همدارنګه په لويديځه اورپا کې د يوې کرنسۍ (یورو) د رامنځته کولو کې ډيرې هڅې وکړې او د هېواد دننه يې مخالفین دې ته راضي کړل، چې د مارک له پيسو نه تیر شي.