زموږ سپيڅلي شريعت په خپلو پيروانو باندې ځانګړي عبادات لازم کړي چې ځيني يې وختونو، ځيني يې اماکنو، او ځيني نور يې په خاصو ورځو پورې تړلي او من حيث المتّبِع په هر وګړي د هغې سر ته رسول اړين او ضروري دي او سرغړوونكي ته يې سخت مجازات هم ټاکلى شوي، چې له دغه پييلي تار نه يوه صدقة الفطر "سرسايه" ده، سرسايه هم د زکات په څير په صدقات واجبه کې شمېرل کيږي چې ټولواک ذات جلّ جلاله په مسلمانانو په ځانګړو ورځو کې حتمي کړې او مستحقين يې هغه خلك ګرځولي چې د فقر، غربت د سختو څپو لاندې راګير وي که هغه بيا ملا امام وي او که د مسلمانانو د ټولنې يو عام وګړى، خو زموږ په معاشره کې دوه ډوله خلك اوسېږي يو هغه چې څه نا څه پوهه او بصيرت لري چې سرسايه خالص د ملا امام حق نه بولي بلکې عام نادار مسلمانان هم ورسره شريك ګرځوي د شريعت له نګاه نه ددوى فکر پر ځاى دى، او بل هغه خلك چې دا يوازې د ملا امام حق بولي که هغه بيا شتمن وي که مسکين او دوى کې بيا ځيني دومره شنډمغزه او د ناپوهۍ په لومو کې راګير وي چې څومره يې هم پوهوې نو منلو او قناعت ته ځان نه وركوي ، خو دوى په دې نظر كې خطا ځكه دي چې د سرسايې د مستحقينو معيار امامت او ملاتوب نه بلکې بې وسي او ناچاري ده.
له بده مرغه ددغه ډول ناسمو افكارو د شتون نه کله کله د ملا ضد عناصرې طبقې سوء استفاده كوي چې هغوى بيا په دې ورځو کې ملا بې چاره پسې خپلې خولې راسپړلي وي او هر قسم نادودې ورته کاروي، زما په اند ملا چې کله شتمن وي هغه کله هم سرسايه نه اخلي " د ګوتو په شمېر اخندان مستثنى دي" خو که بې وسه وي نو له نورو نه زيات اهل همدا ملا امام دى ځكه يو خو د اهلِ محله روحاني پلار، او د جرګې د خبرې، د غم ښادۍ سړى دى او بل دا هم زموږ په څير انسان دى اړتياوې، ستونزې، مړى ژوندى، روغ رنځور لري او بلکې زموږ د ټولنې لويه هستي ده او بل دا چې حق الزحمه هم دومره قليل مقدار کې ورته ټاکلى کېږي چې د يوې هفتې لپاره يې کفايت نه کوي، که چېرې د زکاتونو، سرسايو حق ترينه سلبوئ نو خداى مه کړه که سبا چاته د خپل فقر له مخې لاس وغځوي نو بيا يې هم نه پريږدئ چې د ارام ساه واخلي
او اى منتقدينو ! د خداى په پار که ددې مقدسې طبقې لاس نيوى نشئ کولاى اقلاً په ارام يې پريږدئ، او بې بنسټه نيوکې، بې ځايه عقده ورسره مه پالئ.
وروستي