د قتيبة بن سعيدالثقفى البغلانى ژوندليک

په نړۍ كې هر هيواد هر قوم خپل ستر ستر وياړونه لري او هر ملت په بشپړ ځواک سره خپلې کارنامې د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره خوندي ساتي يو چې د راتلونكي نسل لپاره د هڅونې لامل وګرځي تر څو بيا هم داسې افتخارات تر لاسه كړي او بل چې خپل هيواد د نورو په مينځ کې ځلاند وښايي له ښه مرغه زموږ وطن هم د داسې وياړونو سمبول دى که د افغان ملت علمي خدماتو ته وګورو نو هغې كې يې غوښنه برخه ده او که د مېړانې، زړورتيا دروازه يې پرانيزو نو بيا يې هم د وخت لوى لوى ځواکمن داسې راپرځولي چې نسلونو يې بيا دې ملت ته په کږه سترګه نه دي کتلي (خو چې کله يو موټى او يو لاس وو) او که د خواخوږۍ، ميلمه پالنې، پناه ورکولو چارې يې وڅارو نو قليل النظير ښکاري خو ځيني نامرده خلك زموږ دې ملت پسې ملنډې وهي چې تاسې تل د پرديو جګړو کوربه توب کړى او د هغوى د ګټو د تامينولو په خاطر مو خپل هيواد او ولس د تباهۍ لور ته سوق کړى
کله خو داسې منتقدين د مطالعې او تاريخ له فرهنګ نه ناخبره وي او کله يې نيوکې محض په تعصب بنا وي خو بل خوا زموږ ځوانه طبقه هم چې د مطالعې له دود سره بلدتيا نه لري ددوى له نيوکو نه اغېزمن شي چې رښتيا به هم موږ کومه وياړلې سابقه نه لرو
خو که څوك صرف د افغانستان د ديني عالمانو د ژوند ليک لړۍ پيل کړي نو ممکن ګڼ شمېر ټوکه ترې تيار شي ځكه مذهبي څانګه کې زموږ وطن داسې کدرونه لري چې مشار اليه بالبنان دي او تر څو چې دين زدكړه روانه وي نو د دغو ارزښتناكه ملغلرو ياد به هم پاتې وي چې يو له دغو نه مشهور محدث قتيبة بن سعيد الثقفي البغلاني دى
نوم او نسب : خپل نوم يې قتيبة او يا يحى دى د پلار نوم يې سعيد د نيکه نوم يې جميل او کنيت يې ابورجاء دى او مشهور په قتيبة بن سعيد سره دى په كال 148 يا 149 هجرۍ کې زېږېدلى په خټه افغان او د بغلان ولايت اوسېدونكى دى او نېکه يې د مشهور ظالم حجاج بن يوسف الثقفي ازاد شوى غلام و خو حجاج دده د نېکه زيات درناوى کولو چې کله به حجاج پر تخت کېناستلو نو دا به يې له ځان سره ښي اړخ ته په چوكۍ کېنولو
علمي سفرونه: د علم د حصول لپاره مدينې منوّرې، مصر، عراق، شام او نورو علمي مراکزو ته سفرونه کړي او د وخت لويو لويو علماوو، حفّاظو، محدّثينو نه يې زدكړې کړي
استادان: که څه هم استادان زيات لري خو هغه وتلې څېرې چې د احاديثو په باب کې ځانګړې درجه لري له هغې نه امام مالک بن انس د مدينې امام، ليث بن سعد د مصر امام، حماد بن زيد د بصرې امام، عبدالله بن المبارک د مشرق امام، فضيل بن عياض او جرير بن عبدالحميد رحمهم الله دي
شاګردان: څرنګه چې خداى ده ته پراخه علم، غښتلې حافظه، ښکلې تقوى، او لويه درجه ورکړې وه دغه ډول شاګردان يې هم خداى په داسې صفاتو موصوف کړي وه او د امت د لويانو علماوو ډلې څخه يې ګرځولي چې په هغې كې امام احمد بن حنبل، امام بخاري، امام مسلم، امام ابوداود، امام ترمذي، امام نسايي، ابو حاتم الرازي او ابو زرعه رحمهم الله شامل دي
دده نه امام بخاري پخپل کتاب کې 308 او امام مسلم 668 احاديث رانقل کړي.
موصوف د برابر قد، خوږ مخ، ښايسته ږيرې، او د نرمو اخلاقو څښتن و. پلار يې وايي چې يو ځل مې خوب کې پيغمبر صلى الله عليه وسلم په داسې حال کې وليد چې لاس کې يې پاڼه وه ترې ومې پوښتل چې دې کې څه شى دى راته يې وفرمايل چې د علماوو نومونه. ورته مې کړل چې ماته يې هم راکړئ چې د خپل ځوى نوم ورکې وګورم چې ومې کتل هغې كې زما د ځوى قتيبة نوم هم و
دا لويه هستي د چهارشنبې په ورځ د شعبان اولو ورځو کې په كال 240 هجرۍ کې د تل لپاره وکوچيده چې ټول عمر يې 91 او يا 92کاله برابريږي
متعنالله بعلومه