غزل

حرا ته او تر طوره به د خیال په نیلي لاړشم د خدای سپیڅلي توري به له دغه ښاره راوړم   زمزم ته ځم دا تور زړه به په دغو اوبو مینځم سجدو کې به د خدای سره د خپلې ګناه وایم   راغلې مې د زړه کلي ته وراوې ستا د حسن جرګه به ورته وکړم ترې نه ستا سترګې به غواړم   جانانه د گیلو بار مې راوړی ستا تر دره د ستا د غیږ حرم کې که مې شپه شوه درته ژاړم   شاګرد د انقلاب د مدرسې دلته رالوی شوم غمونو او دردونو کې رالوی شومه او پایم   عاکف دې ستا د دوه سترګو عاکف کړلو جانانه په در کې دې ولاړ یم د لیدو ستا په دعا یم