
د روسیې ولسمشر له امریکايي الیور سټون رژیسور سره په مرکه کې ویلي دي چې روسیه به هیڅکله د امریکا د استخباراتو پخوانی مامور ایډوارډ امریکا ته تسلیم نه کړي.
یادې خبرې د رژیسور په نوي چاپ شوي کتاب کې راغلي دي چې پوتین ویلي دي سنوډن د روسیې په اند مجرم نه دی او نه هم د امریکا او روسیې تر مینځ کوم داسې هوکړه لیک شته چې له مخې یې نوموړی امریکا ته وسپارل شي.
پوتین زیاته کړې ده چې د ایډوارډ سنوډن په اړه دغه ادعا چې ګواکې دی د امریکا او روسیې ترمینځ په لوبو کې د نانځکې په حیث کارول کیږي کامله غلطه ده، ځکه نوموړی خاین نه دی بلکه یو شخصیت دی چې ځانګړی موقف لري.
امریکا څو ځله له روسیې د سنوډن د ورسپارلو غوښتنه کړې.