امریکا غواړي افغانستان ته ۴ زره نور سرتيري راوليږي.
د رېپوټونو له مخې، دغه سرتیري د دغه هېواد د دفاع وزیر په غوښتنه لیږل کیږي او په اړه به يې په نږدې ورځو کې پرېکړه وشي.
اوسمهال په افغانستان کې امریکا ۹ زره سرتيري لري او هغه مهال چې په افغانستان کې شا و خوا ۱۳۰ زره بهرني ځواکونو په افغانستان کې شتون درلود، په هېواد کې سوله رامنځته نشوه او ورځ تر بلې حالات خرابيږي.
داسې ښکاري، چې دغه سرتیري به هم کومه ځانګړې اتلولي ونکړي او اوس عام ولس دا شک کوي، چې دغه سرتيري به د داعش او یا نورو ترهګرو ډلو سره د مرستې لپاره را دانګي.
وروستي