چین په یوه وړکتون کې چاودنې ۷ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

د چین په جیانګ سو ختیځ ښار کې په یوه وړکتون کې د چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان دي.
پولیس وايي چې چاودنه د وړکتون په دروازه کې تر سره شوې ده چې مرګ ژوبله یې پېښه کړې ده چې ماشومان او میندې پلرونه یې په زیانمنو کې شامل دي.
یاده چاودنه د ماسپښن په ۴:۵۰ بجو رامینځ ته شوې ده چې د علت په باب یې تر اوسه څه نه دي ویل شوي.