امریکا پر قطر ۳۶ جنګي الوتکې پلوري

د قطر دفاع وزارت ویلي دي چې امریکا متحده ایالات پر دغه هیواد ۳۶ جنګي ایف ۱۶ ډوله الوتکې پلوري.
د یادو الوتکو قرارداد لاسلیک شوی دی چې بیه به یې ۱۲ ملیارده ډالره وي.
په واشنګټن کې د قطر دفاعي او هوایي چارو سلاکار خالد العطیه ویلي دي چې یاده هوکړه د امریکا او قطر د اوږدمهالې همکارۍ او ښو اړیکو ښکارندویي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم قطر وروسته له هغې چې له ۴ عربي هیوادونو سره یې اړیکې کړکیچنې شوې له ترهګرۍ پر ملاتړ تورن کړ خو سربېره پر دې هم یاد هیواد پر قطر الوتکې پلوري.