
د امریکا مشرانو جرګې خبر ورکړی دی چې د اف بي آی پخواني رییس جمیز کومي له دندې د ګوښه کیدو په اړه پلټنې کوي.
د امریکا سنا د حقوقي کمیټې مشر په خپل رسمي ویب سایټ کې لیکلي دي چې یاده کمېټه د قانون پلي کوونکو په کارونو کې د بهرني دخالت په هکله اطلاعاتو راټولولو مسوولیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې جمیز کومي وروسته له هغې چې د مې میاشتې په نهمه له دندې ګوښه کړل شو څرګنده کړه چې د نوموړي د ګوښه کیدو سبب د امریکا په ټاکنو کې د روسیې له خوا د لاسوهنې په اړه پلټنه کول وو.