مورې! ستا په لپو کې ټوله دنیا ده

 نن مې وغوښتل د داسې یوه ارزښت په اړه  څه ولیکم چې  د  ځمکې پر مخ یې راته نوم له هر څه نه خوږ دی، دغه ارزښت د  ژوند له ټولو ارزښتونو نه راته قیمتي او دټولو ارزښتونو په سر کې قرار لري، دا هغه دروند، زړه ته رانږدې  او دقدر وړ ارزښت دی چې ريښې یې زما په زړه او ذهن کې داسې ځای لري چې د هر وار  نوم په اوریدو سره یې زما په ذهن کې د خوښۍ نوي او تازه ګلان را وټوکوي، د دې ارزښت ګرانښت او مینه راته له ټولو مینو او ارزښتونو نه سپېڅلې او خوږه ده، دغه ارزښت زما لپاره مور او دمور په نوم  لغت دی.      
      مور هغه خوږ نوم دی چې اړیکه یې په فطري توګه له زړه، ذهن، وجود  او  روح سره داسې تړلې ده چې په اوریدو سره  یې په روح کې دارامۍ، خوښۍ او سکون احساس  راوپاريږي، مور هغه ستر ارزښت دی چې په لیدو سره یې د ژوند شیبې رنګینه شي، مور هغه ارزښت دی چې بیا لاس ته راتلل یې ناشونی دی او هر هغه څه چې یو وار دانسان په ژوند کې لاس ته راځي او بیا لاس ته راتلل یې ناشونی وي، په دې کې بیا هیڅ شک نشته چې د ځمکې پرمخ له دې څخه بل ستر ارزښت نه شتون لري او نه به هم پیدا شي.
      دمور نوم په داسې توګه له زړونو سره تړلی دی چې له ورایه ترې د ریښتینې مینې څرنګوالی په ګوته کیږي، د مور مینه هغه ريښتينې مینه ده چې د زړونو په تل کې ځای لري او تل په زړونو خپله باداري چلوي، مور هغه ارزښت دی چې  د دوعا لپې یې د اولادونو لپاره داسې قیمتي پانګه ده چې د دې پانګې بیلګه دځمکې پر مخ نشي موندل کیدای، مور هغه هستي ده چې د انسان دراتلونکي ژوند څرنګوالی هم له دې پورې تړاو لري، مور هغه ستر ارزښت دی چې د الله تعالی رضا هم د دې درضا پورې تړلې ده او د انسان دبریا لپاره ستر اصل دی.
      دا چې داسلام سپیڅلی دین نړیوال دین دی او قوانین یې هم  د انساني فطرت سره په توافق کې برابر شوي ، همدا سبب دی چې د مور مقام ته یې د ځمکې پر مخ ستر ویاړ ورپه برخه کړی او هغه یې په کورني ژوند کې د احترام او عزت وړ ګرځولې، په همدې توګه د اسلام سپیڅلي دین مور ته دپلار په پرتله درې ځله لوړه رتبه ورکړې  ده.
     مور د الله تعالی هغه پیرزوینه ده، چې  د خپل اولاد د روزنې او پالنې لپاره هر ډول سرښندنې ته چمتو ده، هغه دژوند په مختلفو پړاونو کې له خپل اولاد سره ډول ډول ستونزې ګالي،  اولاد ته هغه څه وړاندې کوي کوم چې په هغې کې یې د اولادونو ګټه او نیکمرغي نغښتل شوي وي.
      مور دمینې ، عاطفې ، نرمښت ، پیرزوینې ، تیریدنې ، زړه سوي ، روزنې او پالنې هغه سرچینه ده چې  په هر حالت کې یې پر خپلو اولادونو لوروي ، دمور   نوم که څه هم دتورو په لحاظ کوچنی او له درې تورو څخه جوړ شوی خو په حقیقت کې له عشق او لورینې څخه داسې مالامال دی چې بل هیڅ شی ورسره نشي پرتله کیدای.
      مور هغه هستي ده چې په لپو کې دوعا یې د اولادونو لپاره نور او رڼا ده، د الله تعالی رحم او رضا ده، د دنیا او اخرت  لپاره بله ډیوه او بریا ده او که ووایم چې مورې  ستا په لاسونو کې ټوله دنیا ده ، نو بیا به مې هم هغه شان چې ستا مقام دی ستاینه نه وي کړي.