ننګرهار کې د ملکي تلفاتو په هکله د حامد کرزي اعلامیه

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ننگرهار په غني خیلو ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د یوې کورنۍ د درې تنو پر وژنه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه. 
پخوانی جمهور رئیس دغه بشري ضد عمل په کلکو ټکو غندي او زیاتوي افغانان د پردیو مفاداتو لپاره په مظلومانه توګه قرباني کېږي او د تل په شان له دغه راز بریدونو سره خپل کلک مخالفت څرګندوي.
حامد کرزی د لوی خدای له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته د جنت او کورنی ته یې د جمیل صبر استدعا کوي.