مجازي خاطرې/ دوهمه برخه

ملي اتڼ
څنګه مې چې د دفتر دروازه پرانیستله د ټیلیفون شرنګهار شو. که څه هم ما باندې به سهار وختي کې د ټیلیفون زنګ ښه نه لګیدلو خو دا زما دنده وه چې ټیلیفون مې ځواب کړی وای. لومړی یې سلام واچولو بیا یې په انګلیسي ژبه باندې سهار په خیر وویل ما هم ورته سهار په خیر وویل. جینۍ وه نرم غږ یې لرلو زما د سهار د ټیفلیفون ځوابولو غصه یې وار دمخه سړه کړه. ویل تانزیا یم د فرانسې د سفارت نه مې اړیکه نیولې ده. زموږ د هیواد دې فیشن مشهور( فیشن تلویزیون) غواړي چې د افغانستان په ملي اتڼ ډاکومینټري جوړه کړي هغوۍ راتلونکې اونۍ کابل ته راځي، د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت همکاري ته اړین ضرورت دی چې له دوی سره همکاري وکړي.
ما ورته وویل، لومړۍ میلمنو ته ښه راغلاست وایو موږ په پوره مانا ورسره همکاره یو خو د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د قوانینو په چوکاټ کې دوی ته اجازه ورکوو چې دوی ډاکومینټري جوړه کړي. ټول هغه ژورنالستان چې افغانستان ته په دې سفر کې راځي د دوی نومونه، د پاسپورت او ویزې کاپي ورسره د دوی د دندې رسمي کارتونه، د کیمرو ډول، څو دقیقې فلم اخلي، کومو سیمو ته ځي دا ټول په یو مکتوب کې ذکر کړۍ او وزارت ته یې وسپارۍ له هغه وروسته به زموږ یو تن د نماینده په صفت د سفر له لومړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې له دوی سره وي. تاسې دا هر څه په یو رسمي مکتوب کې ستاسې د سفارت لخوا را ولیږۍ او بیا به موږ قانوني اجرات وکړو، په همدې سره جینۍ په مسکا وویل سمه ده ښه ورځ ولرې موږ به درته دا هر څه زر درولیږو.
درې ورخې وروسته مکتوب راغی ما چې هر څه ورته په ټیلیفون ویلي وه پکې ذکر کړي وه. مکتوب مې ارشیف کې ثبت کړ او بیا مې وزیر صیب منصوراندړعزیزي ته وروړلو او ورته ومې ویل چې د فرانسې د سفارت لخوا راغلی د فیشن تلویزیون غواړي د افغانستان په ملي اتڼ یوه ډاکومینټري جوړه کړي. عزیزي صیب مکتوب ته له سترګو عینکې ټیټې کړې په سپوږمو یې داسې نیغې ودرولې ته به وایې چې ایپل ټاور کابل ته راوړي ځیر، ځیر یې د مکتوب لوستل پیل کړل.
مکتوب یې لاسلیک کړ او بیا یې ما ته وویل هر وخت به د ویلې غزني ته به کله چکر لګوو دا درته ښه موقع ده زه روسیې ته یو رسمي سفر لرمه دا ته کنټرول کړه دا فرانسویان هم چندان د سړي زامن نه دي دوی باید ته تر پایه تعقیب کړې چې نور څه مشکل جوړ نه کړي کنه مسول یې بیا زه نه بلکې ته به یې.
ما ورته ډیر وویل چې وزیر صیب زه به کوم بل همکار او یا یو بل استازی وګورمه خو زه دفتر کې کارونه زیات لرمه معین صیب حمید هڅاند هم هند ته په رمي سفر تللی چې ځینې کارونه یې ما ته سپارلي دي. وزیر صیب لږ تروش غوندې شو وای هغه پروا نه کوي معین صیب نه خلاص یې خو دا باید ته وکړې او بس.
د وزیر صیب امر وه هغه وخت د زلمي بشري  په څیر یوه کوپرۍ په تخت ناسته وه چې د وخت وزیرانو یې هم لکه د ولسمشر د دبدبې او غرور اکټونه کول زموږ وزیر خو لا د ویښتو عینکو او د لباس سټایل هم د ولسمشر په څیر وه ته به وایې چې بل زلمی بشیري د اطلاعاتو کلتور د وزارت په څوکۍ  ناست دی. دا چې زما دنده د خدماتو په برخه کې وه او دا مې دنده وه چې د بهرني سیلانیانو لپاره ټول خدمات برابر کړمه او د دوی لپاره نماینده وټاکمه خو دا ځل زه په خپله ددې کار جګه شومه چې تر سره یې کړمه.
اونۍ وروسته فرانسویان کابل ته راورسیدل ما هم مکتوبونه له وزارت څخه واخیستل او نور اړونده اسنادونه مې ځان سره کړل د سفر بستره مې وتړله او سهار وختي د فرانسې سفارت ته ورغلمه چې د میلمنو سره ووینم.
هغه وخت کابل کې ټول سفارتونه په احمد شاه بابا مینه کې وه د فرانسې سفارت هم د داود خان څلور لارې کې وه. له فرانسویانو سره مې روغبړ وکه ماته ګوډه انګلیسي باندې ګنېدل خو ځانونه مو یو بل سره پوهول خو وروسته یې یو ژباړونکي سره مخ کړم چې رومان فولاد نومیده د کابل د بګرامیو ولسوالۍ وه او فرانسه کې یې لوړې زده کړې کړې وې.
دوۍ شپږ تنه وه چې درې یې راپور لیکونکي وه،چې دوه پکې نجونې وې. نجوني یوه سیلي او بله یې بیلي نومیده.  دوه تصویر اخیستونکي وه او یو یې  لیکوال او هم لارښوونکی وه. سیلي تور ویښتان او شنې سترګې لرلې بیلی بیا سره ویښتان او شنې سترګې لرلې خو قد کې تر سیلي دنګه وه.لارښونکي وویل غاړو د میدان وردګو له لارې غزني ته لاړ شو چې د مختلفو سیمو ځوانانو د اتڼ عکاسي وکړو تاسې موږ سره سیمې ته د تللو په وخت کې لارښوونه وکړۍ او دقیقو سیمو ته مو ورسوۍ او د بیرته راګرځیدو مسیر مو د سردې بند په لاره په پکتیکا، پکتیا او لوګر دی.
په همغه غرمه له کابل څخه په بینز ډوله موټر کې حرکت پیل کړ. خوراکي توکي، لباسونه هر څه موټر کې مخکې له مخکې برابر شوي وه یو تن  هزاره ورور حسین علي یې د پخلي او خدمت لپاره راپورته کړی وه. هغه وخت کې بینز موټر د سیاحت ځانګړي موټر وه شاته برخه کې به یې کوچنی پخلنځای لرلو او د خوب لپاره یې دوه بستر لرل.  د کارته نو په سرک مستقیما کمپنۍ ته ووتلوو بیا مخ په وردګو رهي شولو. دا دې ۲۰۱۰ عیسوي کال د اپریل میاشت وه د پسرلي دوهمه میاشت وه کابل کې هوا توده شوې وه خو وردګو او غزني کې هوا لږ یخه وه.
هغه وخت د کابل کندهار لویه لار ډیره مجهزه جوړه شوې وه  د سرک غاړو ته د ساتنې په موخه شین رنګه غټې اوسپنې لګیدلې وې. مشخض د بس تمځایونه جوړ شوي وه چې ملي بس په هر تمځای کې ودریدلو او سپرلي به یې پورته کولې.
زه او رومان موټر کې څنګ په څنګ ناست وه، رومان ډیر د یو لوی زړه خاوند وه خوندور مالومات یې لرل د فرانسې د خلکو او ملګرو کیسې یې راته لاره کې کولې. کله به یې چې د فرانسوي جینکیو غوړې کیسې شروع کړې زما به هم زر په فرانسوۍ جینۍ سترګې خښې شوې چې مخامخ سیټ کې ناسته وه. د رومان مستو کیسې په یو موټر کې د فرانسوۍ جینکیو سره سفر او د ځواني مستې شیبې موټر کې خوندوره موسیقي چالان چې مسلمان یې د ټینګې عاجز وه خو خبره د میلمه او د کوربه وه.
ماسپښین دوه بجې وې چې شیخ اباد ولسوالۍ ته ورسیدو. د شیخ اباد ولسوالي مرکز کې مو دمه وکړه ما او رومان د ماسپښین دوه رکعته مسافرانه لمونځ وکړ بیا مو د غرمې ډوډۍ وخوړله. د شپې د پاتې کیدلو پلان هم په شیخ اباد کې ولسوالۍ کې وه. مازدیګر د شیخ اباد بند ته له فرانسویانو سره یو ځای لاړو هلته مو ډلې، ډلې ځوانان، نجونې او کورنۍ ولیدلې چې د مازدیګر چکر ته راغلي وه. ژورنالیستانو له دوی سره مرکې کولې رومان به یې ژباړه ورته کوله بیا یې د دوو ډلو ځوانانو د اتڼ ویډیو هم ثبت کړه.
ماښام ناوخته وه د شیخ اباد بند غاړې ته هوټل کې ناست وه د بند غاړې ته سپین ګروپونه لګیدلي وه وطن ټول رڼا ورځ مالومیده. سیلي او بیلي خپلو منځونو کې په فرانسوي لګیا وي. رومان چې د دوي په طبیعت پوهیدلو له هوټل څخه چیلم راوغوښتلو. چیلم مو په ګډه وڅکولو خو د سیلي د چلیم لوګي مې اوس هم نه هیریږي دومره اوږد لوګی به یې له خولي وویستلو ته به وایي هوټل کې اور لګیدلی او یا یې هم زړه ښه له غمونو ډک دی. ښایسته فضا وه او ورو باد لګیدلوهوټل کې د خان قرباغي سندره پاس په تنګي مستې ځدرانې ، جینکۍ ژاړي او ووړکي بیا کابل ته ځینه  ورو، ورو غږیدله. بیلي ته افغاني موسیقي ډیر خوند ورکولو د اتڼ نوم یې تازه زده کړی وه کله به یې چې افغاني موسیقي واوریده په انګلیسي به یې وویل اتڼ نه کوو، ددې خبرې په اوریدو سره به رومان به وولي ورسره جیګ کړل.
د شیخ اباد بند د ولسوالۍ ښار ته دیره ښکلا وربښلې وه، هر مازدیګر او ماښام به زیات شمیر کې د وردګــــو ولایت له مختلفو سیمو او ولسوالیو خلک چکر ته راتلل. دلته لوی، لوی هــــوټلونه جوړ شوي وه د نورو مختلفو ولایتونو خلک هم د ښار په برخو کې تر سترګو کیدل. د شپې تر ناوخته خلــــــــــک په ښار کې ګرځیدل د شیخ اباد هوا د اوړي په موسم کې زیاته یخه وه نو له د امله هم زیات خلــــــــــک دلته راتلل.
د دوکانونو مخې ته د توتانو ټوکرۍ ډکې ایښي وې، د شړومبو لوی،لوی ګړي به هم ورسره ایښي وه. فرانسویانو چې کله توتان ولیدل له رومان نه یې ددې په اړه پوښتنه وکړه. رومان توتان ورته وښودل چې دا یوه محلي میوه ده. چې وروسته مو په هر یوه باندې یوه، یوه ټوکرۍ وخوړل او یو ګلاس شړومبې یې هم پسې وچکلې. فرانسوي لیکوال رومان ته په خندا وویل چې دا خو سم افغاني شراب دي.
ماخوستن ناوخته بیرته هوټل ته ستانه شوو. هغه وخت په شیخ اباد ولسوالۍ کې درې ستوریز رستورانونه فعاله شوي وه موږ دنثار احمد خان وردګ په هوټل کې پاتې شوو. هوټل ډیره ارامه فضا لرله هیڅ امنیتي تدابیر یې نه لرل د هوټل کارکونکو به په مینه او خلوص ستړي مشې کوله. د هوټل منیجر چې د پکتیکا د ګومل وه منیر احمد ځدراڼ نومیده خپلو خدمتګارانو ته یې غږ وکړچې میلمانه خپه نه شي درڅخه او سامانونه یې هم ځای په ځاي کړۍ.
سهار اته بجې وې چې له شیخ اباد څخه ووتلو. حسین علي به د سفر په وخت کې زموږ او د میلمانو زیات احترام کولو ساعت په ساعت به یې  چای، اوبواو کافي راته راکوله. غزني ته لا نه وه رسیدلي چې سیلي زما او د رومان خواته راغله او مخامخ سیټ باندې کیناسته. نری بنیل یې اغوستی وه کلکې سینې یې راویستلې وې او چسپ پتلون یې اغوستی وه چې په کتلو یې سړی ځان ته جذبولو. رومان چې د دوی ژباړن وه کیسې ورسره شروع کړې. په انګلیسي ژبه یې وویل موږ ټول د یو سفر ملګري یو باید چې خوندور مجلس او ساعتیری ولرو بل دا چې موږ ستاسې میلمانه یو تاسې باندې خو ډیر حق لرو زه خبره یم چې افغانان د میلمه دومره قدر کوي چې میلمه یې تصور نه کوي. کله چې جیني خبرې خلاصولې ما تیار د حسین علي نوم د ژبې سر ته رار سولی وه او غږ مې کړ  حسین علي یک پیاله چای زود به مهمان روان کو. حسین علي دریو واړو ته چای راووړ او خوندر مجلس مو شروع کړ کله به چې ډریور د ټیب غږ لوړ کړ سیلي به اوږو کې جیګه، جیګه کیدله او ګډا به یې شروع کړه، د چای پیاله نه وه تشه چې ډریور غږ وکړ غزني ته ورسیدو.
غرمنۍ  مو د غزني ښار کې وکړه. بیا مو د غزني ښار ځینې تاریخي سیمې لکه د محمود غزنوي مقبرې ته ولاړو او د غزني ښار په مختلفو سیمو کې وګرځیدلو. هغه وختونو کې د غزني ښار یو تجارتي ښار وه ما هندي، پاکستاني، ترکان، عربان، چینایان او د منځنۍ اسیا هیوادونو خلک ولیدل چې ښار کې ګرځیدل. د غزني  د ښار کوڅې ډیرې پراخې جوړې شوې وې خو همدومره د خلکو او سیلانیانو رش هم زیات وه. لويې د خوراکي مغازې او ښکلي رستورانتونه پکې له سترګو کیدل.
د مازدیګر څلور بجې وې چې د غزني له ښار څخه ووتلو او د اندړو د ولسوالي په لوري وخوځیدلو. په اندړو کې مې ډیر ملګري او ټولګیوال وه خو کلی او کور یې راته مالوم نه وه او دا زما لومړی ځل وه چې اندړو ته تلمه.  ځان سره به مې ویلې ته راځه توکل په خدای که د لیدو قسمت مو شوی وه خامخا به یو بل وینو.
د ماښام اذانونه کېدل چې د ولسوالۍ بازار ته ورسیدلو. د ولسوالۍ بازار کې لا هم زیات رش وه خلکو تګ راتګ کولو ښار کې څراغونه لګیدلي وه ترافیکي اشارې فعالې وې اجتماعي مرکزونه او کلتوري مرکزونه موجود وه.  د ځینو بهرنیوهیوادونو خلک هم تر سترګو کیدل. ټوله ورځ د موټر سفر او پلی تګ بیخي ستړي کړي وه هوټل ته لاړو اطاقونه مو د دوو ورځو لپاره کرایه کړل. د ډوډۍ له خوړلو وروسته هر یو ستړی مالومیدلو هغه تکړه وه چې ویده شوی وای.
سهار مو په ګډه پخلنځي کې چای وچکلو. رومان هم ښه کلک کابلی پتلون اغوستی وه او ښایسته ابي رنګ جاکټ یې ورسره اغوستی وه.  د هوټل کې  مې یو کارخوښ شولو چې دوی یواځې افغاني خوراکونه نه بلکې، هندي، چینایي ا اروپایي خوراکونه هم پخول. د هوټل له منیجر نه مې پوښتنه وکړه چې دا بهرني خوراکونه دلته څوک خوري او کنه؟ منیجر یې د اندړو د ولسوالۍ وه اسدالله امین نومیده، ده راته وویل دلته د پسرلي په وختونو کې  بهرني تجاران زیات راځي ممیز او انګور اخلي د افغانستان له مختلفو سیمو او بهرني سیلانیان راځي بل داچې اوس د سردې بند ډیر ښکلی جوړ شوی دی د جمعې په شپه زیات سیلانیان هلته راځي نو په د خاطر موږ دا خواړه پخوه چې ښه عواید ځینې لرو.
له چای څښلو وروسته ولسوالي ته ولاړو. ولسوالۍ ته په ننوتو مې په قیام الدین سترګې ولګیدلې کلکه دریشي یې اغوستې وه روسۍ میکروب توپانچه یې له ملا تړلې وه داسې مالومیدلو ته به وایې اوس د جنګ له لومړي خط ه راغلی ده. قیام الدین د میلمنو زما او د رومان په لیدلو بیخي زیات خوشاله شولو او بیا یې خپل دفتر ته بوتللو.
زه او قیام الدین په خوشال خان لیسه کې ټولګیوال وه ده به تل دا ویلې چې کاش د اندړو ولسوالۍ امنیې قومندان شمه هغه ارمان یې پوره شوی وه د اندړو ولسوالي ته یې هغه وخت کی زیات کارونه کړي وه ولسوالۍ ښه امنیت لرلو.
له قیام الدین سره کیسې ډیرې وې خو وخت کم وه ما ورته خپل ملګري معرفي کړل او بیا مې ورته وویل چې د ولسوال صیب سره یو ځل وینو چې هغوۍ زموږ په راتګ خبر شي ځکه چې دا زموږ دنده ده او نورو ولسوالیو کې مو هم همداسې کړي دي.
قیام الدین وخندل نیازیه! ډیر عجبه سړی یی قسمت د بیخي سم کار کوي اندړو ته په ډیر ښه وخت کې راغلی  د اندړو ولسوال خو زموږ د لیسې مدیر صیب مجید الله جلالزی دی نن یې د ورور زموږ او ستاسې ټولګیوال وحیدالله جلالزي د واده مراسم دي نن او سبا ته په رخصت دی. د قیام الدین د خبرې نو ټکان راکړ، فرانسویانو وارخطا شول خو رومان ورته ژباړه وکړه په دې خبرې سره سیلي او نورو ملګرو یو بل ته لاسونه ورکړل او خوشاله شول.
رومان ته مې وویل چې ملګري د پوهه کړه واده ته ځو زموږ لپاره بهترینه موقع ده هلته هرو مرو اتڼ کیږي اندړ چې واده کې اتڼ ونکړي او ډول پکې ونه وهي کلیوال یې ورته پیغور ورکوي چې ډول نه شې راوستلی واده هم مه کوه او بله دا چې ته هم ځان اتڼ ته تیار کړه سره د ملګرو دا اندړ داسې خوۍ لري که اتڼ د زده وي او یا نه درباندې کوي یې.
د ولسوال مجیدالله جلالزي او وحیدالله جلازي کور ته قیام الدین سره یو ځای ورغلو. هغه وخت د اندړو د امنیې قومندان یواځې یو ګارد لرلو او یو ډریور. کله به چې موټر کوم جمپ ته کرار شو خلک به راولاړ شول قومندان صیب ته به یې سلام وکړلو قومندان صیب به هم د احترام په شکل ټولو ته سلام واچولو بیا به یې د حال پوښتنه یه یو نیم څخه وکړه چې څه ستونزه خو نه وي؟ خلکو د دولتي چارواکو او پولیسو زښت زیات احترام کولو هغه وخت د اندړو خلک په پیسو ماړه وه پولیسو ته به هغه سړی تللو چا به چې دا فکر کولو چې څنګه د خلکو خدمت وکړمه او یا به یې انګیرله چې د خلکو او ټولنې خدمت په ما فرض دی. د پولسو لیکې له همداسې خلکو ډکې وې. د ولسوالۍ سرکونه ډیر په معیاري ډول جوړ شي وه. د خلکو د کورونو له سلیقې مالومېدل چې ارام او هوسا زوند لري. اندړ د هغه وخت د هیواد له مشهرو تجاراتو شمیرل کیدل.
ولسوال زموږ او د بهرنیو ملګرو ښه راغلاست ډیر په ورین تندي وکړ او بیا یې د حجرې بڼ ته بوتللو چې هلته ټول کلیوال ناست وه. سیلي او بیلي له کلیوالو سره روغبړ کولو ټوکې یې ورسره کولې له کلیوالو سره یې تصویرونه اخیستل.  
ولسوال مو د سفر په موخه پوهه کړ، او ویې ویل چې  د مازدیګر لمر په لویدو اتڼونه شروع کیږي چې څنګه عکاسي کوۍ هغه ستاسې خوښه خو اتڼ به ټول کوۍ، اندړو ته تاسې ټولو ته ښه راغلاست وایمه خدای د وکړي چې خپه نه شۍ هر څه ته چې ضرورت پیښیږي امر کوئ.
مازدیګر شو څڼیور ځوانان راغلل ډول وهونکو ډولونه ته لرګي واچول ځوانانو داسې څڼې وغورځولې چې زوند کې مې داسې خوندور اتڼ نه وه لیدلی فراسویانو د عکاسي په وخت کې یو بل ته غتې ګوتې نیولې له مختلفو زاویو یې عکاسي کوله.
کله چې کلیوالو ښه ځانونه ستړي کړل زموږ په لوري یې نظر شو ټولو ته یې وویل چې تکلیفول نه کوو اتڼ به کوۍ. مجبوریت وه څه مو نه شو کولی د اتڼ میدان ته ښکته شوو ما به کله، کله خوشال خان لیسه کې ډول ته څڼې غورځولې خو چې دندې شوې کارونه شوه بیا پاتې شوو خو د خوشال خان اتڼ او د اندړو اتڼ کولو کې ډیر توپیر وه.
موږ ورغلي میلمنو او کلیوالو ګډ اتڼ شروع کړ سیلی او بیلي چې تنګې جامې یې اغوستي وه  له هر لټ کولو ورسته به له خندا تکې شنې شوې اوښتلی به نه شوې سیلي خو څو ځلې له خندا وغورځیدله کلیوالو نه پریښوده بیا به یې راجیګه کړه خو لنډا دا چې ښه مو ځانونه خولې، خولې کړل او اندړو هم خپل عادت وکړ.
د ماخستن ډودۍ مو له ولسوال سره وخوړله او بیا مو له ولسوال او امنیې قومندان رخصت واخیستلو. قیام الدین وویل ټوله ولسوالۍ کې ازاد ګرځۍ هر کلي ته چې تللی ستونزه نشته چې هر څه ته مو ضروت یښیدلو امر کوئ.
کله چې هوټل ته ورسیدلو. رومان ته مې  وویل چې د امیر خان ( تري ایډیټ ) فلم تازه مارکیټ ته راغلی ما د ولسوالی ښار کې پوسټرې ولیدلې سیلي او ملګرو ته ووایه که فلم ګوري چې یو ځای لاړ شو کنه زه خو حتما ځمه. رومان لږ ورسته زما اطاق ته راغی غږ یې وکړ چې نیازیه اشنا راځه چې ځو.
د سفر ټول ملګري د فلم لیدو ته لاړو هغه وخت ټولو اندړو کې یوه سینما وه چې د جاغوري یوه هزاره ورور جوړه کړې وه د نوي فلم د راتلو په وخت کې به زیات خلک د فلم لیدو ته راتلل. د شپې دولس بجې وې چې فلم ختم شولو د فلم له لیدو مو زیات خوند واخیستلو. د سینما مخې ته مې پنجابیان ولیدل چې ایس کریم یې خرڅولو. دوی یو ډول ځانګړی ایس کریم جوړولو چې ښار کې به یواځې د شپې لخوا په مخصوصو ګاډیو کې د خرڅیدلو اجازه وه چې اکثره به د تجارتي مرکزونو او سینما مخې ته خرڅیدلو موږ هم ایس کریم ټولو په یوځای وخوړلو. د شپې ډیره ښکلې هوا وه هوټل تقریبا یو نیم کیلومتر فاصله کې وه ټولو خوښه کړه چې ورو، ورو په پلي تګ تر هوټل لاړ شو.
په بل سهار وختي د سردې بند لیدو په موخه وکوچیدلو. غرمه لا نه وه پخه شوې چې بند ته ورسیدو. د سردې بند په ډیر معیاري ډول جوړ شوی وه. په زیاته اندازه ځمکې یې خړوبولې غزني، پکتیکا او زابل ته یې پوره برق ورکولو.
ما په لومړي ځل مولوي رحمت الله اندړ په سردې بند کې ولیدلو چې د جرمني هیواد له ساینس پوهانو سره یې څیړنې کولې. مولوي رحمت الله د اندړو یو له جیدو علماوه څخه وه خو ده د دیني زده کړو ترڅنګ ساینس لوستی وه چې د نړۍ زیاتو ساینس پوهان دده تجربو او پوهې ته هک حیران وه. د رحمت الله میلمنو او زموږ میلمنو یو بل سره روغبړ وکه او زموږ میلمانه یې هم دده په لیدو زیات خوشاله شوو.
غرمني مو په سرده کې وکړه هلته مو د ځوانانو یوه ډله پیدا کړه سیلي او ملګرو یې ورسره مرکې وکړې او بیا یې د ټیپ په وسیله د اتڼ د ډول یو کلیپ واخیستلو. پلان داسې وه چې د سردې بند له لیدلو وروسته مخ په پکتیکا، پکتیا او لوګر له لارې کابل ته راشو.
د سردې بند مو وروستی تمځای وه او نور د کابل په لور رهي شوو. په پکتیکا او پکتیا کې یې هم د ځوانانو د اتڼ ځینې کلیپونه واخیستل شول. ماخستن ناوخته وه چې کابل ته ورسیدلو. له ټولو ملګرو مې خدای پا اماني وکړه هر ی ملګري ځانګړې مننه کوله ما هم له ټولو مننه وکړه او حسین علي هم مننه کوله چې ښه سفر مو برابر کړی وه.  د کارته نو په دریم سرک کې مو لاره بیله کړه زه د کارته نو په دریم سرک کې ښکته شوم او دوی په مخ په احمد شاه بابا  مېنه د فرانسې سفارت ته ولاړل.
د سولې خبرې
د ټولګي درسونه مو تازه شروع شوي وه په ټولګیو کې ډیر کم زده کونکي تر سترګو کیدل استاذان هم لا پوره نه وه راغلي. زما ټولګیوال او نزدې ملګري هم له کلیو څخه نه وه راغلي د لیسې څلوردیوالي او د ټولګي دیوالونو راته داسې ښکاریدل لکه زما په وجود چې راننوځي. لیلیه کې به د شپې لخوا ډیر په تکلیف ومه د طبیعت ملګري نه وه راسره بس یو زه او یوه مې راډیو وه. د شپې مهال به ډاکټر نجیب الله له راډیو څخه بیانونه کول مشران یې خپل وطن ته رابلل او او ځوانان به یې زده کړو ته هڅول.
څو ورځې وروسته د زده کونکو شمیر ورځ په ورځ زیاتیدلو زما نزدې ملګری سهارګل هم له سید اباد څخه راغی. د سهارګل راتګ د لمر خاته وه له کلي یې بلا پنډکي راتړلي وه نه پکې د مڼو خواري وه، نه پکې د جواریو اونه پکې د قورتو خواري وه. د شپې مهال به مو چې کله په ګډه مطالعه کوله د قورتو خوړل زموږ عادت وه، سهارګل خو به کله کله داسې هم لا ویلې چې که قورت نه وای زه به د یو مضمون په یوه ازموینه کې هم بریالی شوی نه وم.
د مجلس لپاره مو د شپې مهال اطاق ته نور ملګري هم دعوت کړل. سهارګل وچه د لاندي غوښه له کوره  راوړې وه هغه مو له وریزو سره یوځای پخه کړه یو څه خواړه مو د لیلیې له پخلنځي څخه هم راوړل، هغه ورځ به کوم ملګري چې له ښاره ځان سره څه راوړي وه د لیلیې ډوډۍ به داسې راته ښکاریده لکه غنیمت مو چې نیولی وي.
هغه شپه مو سهارګل سره تر نیمو شپو بنډار وکړلو ده به راته د کلي کیسې کولې او ما به ترې زیات خوند اخیستلو. دا هغه شپې ورځې وې چې روسان  له افغانستان نه وتلي وه د نظام چارې د ډاکټر نجیب الله په لاس کې وې.
هوا په تودیدو وه د راډیو په څپو به د سیاسي چارو شنونکو ویلې داسې امکان شته چې سږ کال به مجاهدین ډیر سخت بریدونه وکړي او مرکزي دولت به له ننګونو سره مخ کړي. بلخوا ډاکټر نجیب الله د سولې خبرې روانې کړې وې زیاتو شنونکو کامیابې بللې ځينو به ویلې چې جهادي ګوندونه د اسلام اباد په ولکه کې دي د هغوۍ له اجازې پرته دوی د فیصلې حق نه لري دا به ډیره ستونزمنه وي چې د ډاکټر نجیب الله  د سولې خبرې بریالي شي.
د غوایي د میاشتې په راتلو سره به کله کله یو نیم ړوند توغندی د کابل په ښار ولګیدلو دا توغندي د چهار اسیا له لوري راتلل خلکو به ویلې چې ګلبدین چهار اسیا ته رارسیدلی دی خو داسې نه وه دا توغندي له غرونو څخه د کابل په ښار توغول کیدل.د کابل ښاریان یو څه ویریدلي وه خو د شپې مهال له راډیو څخه د ډاکټر نجیب الله زړورې وینا په اوریدو د چا زړه نه ښه کیدلو چې ګل کابل پریږدي.
موږ د لیسې په لیلیه کې ارام پراته وه ښار ته به زیات نه وتلو تلاشي زیاته وه د کابل ښار فضا یو څه بدله شوې وه خلکو کم تګ راتګ کولو ځینې هټۍ به بندې وې ښاریانو به ویلې چې ډاکټر نجیب الله ښار ته راوځي او خلکو ته وایي چې هیڅ اندیښنه ونکړي دا ستونزې به هوارې شي.
موږ به هره شپه د ماښام اووه بجو خبرونو ته ټول ملګري ناست وه چې د سولې د خبرو پایله څنګه شوه؟ یوه شپه ډاکټر نجیب الله ددې په ځای چې خبرې شروع کړي د رحمان بابا دا شعر وویلو
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یمه
که خزان راباندې تیر شي یا بهار
بیا یې ټول ملت ته مبارکي ورکړه چې راتلونکې اونۍ د سعودي عربستان د مکې په ښار کې د سولې د خبرو ناسته لرو، ددې خبرې په اوریدو سره د راډیو له لاډسپیکره د چکچکو غږونه واوریدل شول. زده کونکو هم د لیلیې په دهلیزونو کې شور شروع کړ د ښار له منځه د اسیایي غره څخه د توپونه ډزونه وشول د اور په څیر رڼاوې له ښار څخه پورته کیدلې.
له د وروسته څو ورخې د کابل ښار ته توغندي رانغلل. بله ورځ موږ هم ښار ته ووتلو ښار کې ګڼه ګوڼه وه دکانونه ټول خلاص ول د پخوا په څیر زیاتې نجونې په ښار کې ګرځیدلې. د خلکو په مخونو باندې مسکا له ورایه مالومیدله.
څو ورځې وروسته ډاکټر نجیب الله د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیاسي مشرانو په ګډ سفر مکې مکرمې ته روان شو. هغه وخت تلویزیون دومره عام نه وه ډیر کمو ځایونو کې به تر سترګو کیده. یوه ورځ مو  دلیسې مدیر فرهاد هوتک ته ډیره لابي وکړه چې تلویزیون کې د سولې د خبرو پروسه راباندې وګوري. مدیر صیب ومنله زه او سهارګل او یو څو نور ملګري د لیسې مدیریت ته لاړو چې تلویزیون ووینو.
د ماښام اوه بجې د ملي تلویزیون خبرونه له د راډیو له څپو هم نشریدل په خبرونو کې مو ولیدل چې ډاکټر نجیب الله او ورسره هیت یې د عمرې ادا کولو کې مصروف وه. خبریال په دوهم راپور کې د سولې د خبرو کنفرانس ورکړ چې ټول جهادي مشران او د افغانستان جمهور ریس او هیت یې په یو میز ناست دي.خبریال وویل چې د سولې خبرې به درې ورځې دوام وکړي او په څلورمه ورځ به پریکړه وشي.
درې ورځې لکه درې کاله داسې اوږدې شوې هغه وخت د خوشال خان لیسې انګړ دومره لوی نه وه د فوټبال او د کرکټ په لوبغالو باندې کار روان وه موږ به یو نیم مازدیګر د بابر بڼ ته د چکر لپاره تللو او ماښام به بیرته راتللو د سولې خبرو پروسه به مو له راډیو تعقیبوله.
درې ورځې مسلسل د سولې د خبرو ښه راپورونه نشریدل په دریمه ورځ د ملي راډیو تلویزیون څخه د خبرونو تر پیلیدو د مخه د استاد اول میر هغه سندره چې
وطن جنت نشان دی ګلان پکې کرمه
په ما له ځانه ګران دی ګلان پکې کرمه
نشر شوه ورپسې خبرونه پیل شول. موږ ملګري بیا په د بریالي شوو چې د خبرونه د لیسې مدیریت کې له تلویزیون څخه وګورو. لومړی خبر د سولې د خبرو وه چې نشر شو. خبریال ډیر کوشش وکړ چې خبر پیل کړي خو څو ځله ژړغونی شو او اوښکې به یې پاکې کړې، زموږ او د ملګرو رنګونه هم تک سره شول مدیریت کې خاموشي خپره شوه چا جرات نه شو کولی چې له ستوني کومه خبره وباسي. خبریال له ډیرې هڅې وروسته جرات وکړ راپور یې داسې شروع کړ:
له یو کال هڅو وروسته د افغانستان جمهور ریس ډاکټر نجیب الله د افغانستان قومي مشران او د دیني عالمانو په زیار افغانستان وتوانیده چې د سولې د خبرو پروسه بریالۍ کړي. د مکې معظمې د ښکلي ښار په برکت سره د سولې خبرې په بریالي توګه پای ته ورسیدې. ټول هغه جهادي مشران چې د سور فوځ په خلاف په افغانستان کې جنګیدل په د پریکړه وکړه چې د روسانو له وتلو وروسته جهاد په افغانستان کې روا نه دی که هر څوک په د جرم ووژل شول چې د یرغلګرو سترګې یا مټې دي دا فیصله ناحقه ده او د لویې ګناه مرتکب کیږي.
افغانستان له د وروسته خپل هیواد دی او دا هیواد به نور افغانان کنټرولوي. ددې خبر په اوریدو سره ټولو له مدیریت منډه کړه د لیلیې له کړکیو هم غږونه پورته شول د کابل ښار کې یو ځل بیا د توپونو ډزې وشوې. د شپې مهال د کابل ښاریان د ښار واټونو ته راووتل د محمود خان پله ته څیرمه اتڼونه وه پولیسو او خلکو به یو بل ته مبارکي ورکولې ملکي خلکو د پولیسو لاسونه مچو کول.
د مکې معظمې په غونډه کې پریکړه وشوه چې ټول مشران کابل ته له رسیدو سره سم به لویه جرګه راغواړي او موقتي ولسمشر به د یو کال لپاره ټاکې او بیا به ټاکنې کیږي او نوی جمهور ریس به د خلکو د رایو په اکثریت ټاکل کیږي.
درې ورځې وروسته ټول سیاسي رهبران کابل ته راغلل د کابل هوایي ډګر کې  ځانګړي ترتیبات نیول شوي وه موږ د خوشال خان لیسې د زده کونکو ګروپ د ښه راغلاست لپاره هوایي ډګر ته غوښتل شوي وه. ټولو ملګرو سپینې جامې اغوستې وي او زیړ د چرمو واسکټونه مو په تن کړي وه.
د سهار نهه بجې وې چې د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه د کابل په هوایي ډګر کې ښکته شوه. د افغاستان ملي اردو او ځانګړي ځواکونو د تیارسۍ په حالت کې ولاړ وه. د الوتکې دروازې ته لومړی تن د ولسمر لومړی معاون شاهین نیازی دوهم معاون سید مرجان هڅاند ولاړ وه ورپسې د کورنیو چارو وزیر شفیق خاکسار او د دفاع وزیر جنرال وحید احمدي او لوی درستیر ذبیح الله خان سهاک ولاړ وه ورپسې موږ د خوشال خان لیسې زده کونکي کتار ولاړ وه.
کله چې د الوتکې دراوازه پرانیستل شوه د جمهور ریس د امنیت ریس حبیب خان طوطاخیل راښکاره شو ورپسې جمهور ریس سر راښکاره کړ. لومړی یې خپل لاس جیګ کړ او سلام یې وکړ بیا ورو، ورو په زینه راښکته شو له معاونینو او وزیرانو سره روغبړ وکړ او بیا زموږ خواته راغی له موږ ټولو سره یې ستړي مشې وکړه . ورپسې له کابل څخه تللی هیت راښکته شو له روغبړ وروسته ټول د سرې قالینې ښۍ خواته ودریدل.
د ملي اردو ځانګړو ځواکونو رسمي پریډ وکړ او بیا یو څو دقیقې خاموشي خپره شوه ورپسې د ارګ د تشریفاتو مسول سمیع الله جبارخیل ټولو میلمنو ته وطن ته د بیرته راتګ ښه راغلاست وویلې د سولې د خبرو د پایلو مبارکي یې وویله او له هغه وروسته یو یو تن د الوتکې په زینو ورو، ورو راښکته کیدل.
جلال الدین حقاني لومړی جهادی مشر وه چې راښکته شو کله یې چې پښه له وروستۍ زینې ښکته د هوایې ډګر ځمکه یې ښکل کړه او بیا یې له نورو خلکو سره روغبړ شروع کړ. ورپسې نور جهادي مشران لکه ګلبدین حکمتیار، مولوي محمد نبي، برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود، حاجي قدیر، تورن اسماعیل خان، صبغت الله مجددي، مولوي خالص، عبدالرب رسول سیاف راښکته کیدل هر یوه لومړۍ د افغانستان خاوره ښکلوله او بیا به یې له خلکو سره روغبړ کولو.
جمهور ریس مې ولیدلو چې له سترګو یې اوښکو پوارې کولې او ټول کمیس په په اوښکو لوند کړ هر جهادي مشر ته به یې په اخلاص غیږه ورکوله هر یوه ته به یې ویلې خدای د دا وطن په تاسې اباد کړي، تاسې زموږ مشران یې خدای مو د بې تاسې نه کړي ستاسې پټکي او ستاسې سپینې ږیرې خو زموږ ویاړ دی که بې له تاسې ددې وطن باچاهي او دا دبدبې موږ ته خوند راکولی موږ به ولې دومره منډې کولې.
ټول میلمانه په ځانګړو مراسمو سره د ارګ په لوري وخوځیدل او موږ بیرته لیلیې ته راغلو. ښار کې مې شتمن خلک ولیدل چې په وړیا ډول یې خلکو ته خوراکي توکي ویشل چا میټایانې، چامې جامې  اوچا هم خواږه په خلکو ویشل.
دوه اونۍ وروسته لویه جرګه راوغوښتل شوه له دریو ورځو مسلسل بحثونو وروسته پریکړه وشوه چې ډاکټر نجیب الله به د راتلونکي دوو کالونو لپاره د افغانستان جمهور ریس وي او بیا به ازادې ټاکنې کیږي.
د پریکړې په سبا د کابل ښار څو اونۍ وروسته له خلکو بیرته ډک شو ډلې، ډلې کډوال له پیښور او کوټې بیرته راستانه شول. یوه اونۍ وروسته جمهور ریس کابینه اعلان کړه.
ګلبدین حکمتیار د حج او اوقافو وزیر
مولوي خالص د دفاع وزیر
صبغت الله مجددي د قبایلو وزیر
عبدالرب رسول سیاف د کورنیو چارو وزیر
احمد شاه مسعود د پنجشیر والي
او ځینې نور جهادي مشران معینان او ځینې د ولسمشر سلاکاران وټاکل شول. ځینې جهادي مشران بیخي له وظیفو تیر شول او خپلو سیمو ته ستاه شول  ځینو يې په خپله خوښه د پوهنتون استاذي غوره کړه.
پوره دوه کاله وروسته زه هو سهارګل د خوشال خان لیسې له دولسم ټولګي فارغ شوو او د هندوستان بورسونو ته کامیاب شوه. د ټاکنو نه یوه اونۍ وړاندې هندوستان ته لاړو. ټاکنو ته موقت ولسمشر له جهادي رهبرانو څخه حکمتیار، استاد سیاف، برهان الدین رباني او پنځم تن احمد شاه مسعود کاندیدان وه.
زه او سهار ګل د هندوستان پایتخت ډهلي جامعه پوهنتون کې واړول او ټاکنې د هیواد په هر ګوټ کې روانې وې. د ټاکنو په سبا راپور ورکړل شو چې موقت ولسمشر ډاکټر نجیب الله بریالی اعلان شو او ټول کاندیدان ارګ ته د مبارکي لپاره ورغلي دي.