
د امریکا دفاع وزارت وايي چې د افغانستان د جګړې په اړه نوي ستراتیژي به سپینې ماڼۍ ته ولېږي.
د یاد هیواد دفاع وزیر جمیز مټیس چې د کانګرس نظامي امورو استماعیه کمیټې ته یې خبرې کولې ویلي دي د افغانستان په اړه نوي ستراتیژي به یوه سیمه ییزه کړنلاره وي.
نوموړي ویلي دي چې په دې اړه به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړي تازه دمه سرتیري چې دقیقه شمېره یې نامالومه ده افغانستان ته ولېږي. خو ګومان کیږي چې یاد سرتېري ۵۰۰۰ تنه وي.