
ترکي سرچینې وايي چې په اروپایي اتحاد کې به د ترکیې د شاملیدو په اړه خبرې اترې وشي.
یادې خبرې اترې به د جون په ۱۵ په استانبول کې وروسته له هغې پیل شي چې د اروپایي اتحادیې او ترکیې چارواکي سره ملاقات وکړي.
په یاده مسئله له څو کلونو راهیسې خبرې روانې دي.
اروپایي اتحادیه په ترک ولسمشر رجب طیب اردوغان ځینې نیوکې لري خو اردوغان او اروپایي مشران وايي چې پورتنۍ خبرې به یو کال دوام وکړي.