
د سعودي حکومت وروسته له هغې چې له قطر سره یې دښمني اعلان او د دریو نورو هیوادونو په ملتیا یې په دې تور چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي بندیزونه ولګول په یو تازه ګام کې په قطر کې د میشت مصري الاصله اسلامي عالم او اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دوکتور یوسف القرضاوي پر کتابونو بندیز ولګاوه.
د سعودي د پوهنې وزیر ویلي دي چې د نوموړي په کتابونو کې د ترهګرۍ ایډیالوژي ده او باید ژر تر ژره د سعودي له کتابتونونو، ښوونځیو او پوهنتونونو ټول شي.
دا په داسې حال کې چې القرضاوي په سعودي کې پخوا د ملک الفیصل نړیواله جایزه هم ګټلې وه.
یوسف القرضاوي چې د اخوان المسلمین معنوي مشر بلل کیږي د مصر دولت پرې د اعدام حکم خیږولی دی او په اسلامي نړۍ کې مطرح او معتدله څېره ده.