امریکا وايي د البغدادي د وژل کیدلو په اړه څه نشي ویلی

د جمعې په ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د داعش ترهګرې ډلې مشر ابوبکرالبغدادي د سوریې په الرقه کې وژل شوی دی.
ویل کیږي چې یاد خبر د سوریې په دولتي تلویزیون هم خپور شوی دی.
د امریکا دفاع وزارت وايي چې دوی په دې اړه معلومات نه لري تر څو د البغدادي وژل رد یا تایید کړي.
د یاد خبر په تړاو د اعماق په نامه وېبپاڼې یوه ویډیو خپره کړه چې یو جسد پکې لیدل کیږي او ادعا کوي چې یاد مړی د البغدادي دی.
خو تر اوسه دقیقه معلومه نه ده چې یاد خبر ریښتیا دی او که نه.
دا په داسې حال کې ده چې څو ځله پخوا هم د البغدادي د وژلو خبرونه خپاره شوي وو چې وروسته دروغ وختل.