پنټاګون په افغانستان کې د خپلو دریو سرتېرو د وژلو خبر تایید کړی

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت پنټاګون په افغانستان کې د خپلو دریو سرتېرو وژل او د یوه بل ټپي کیدل تایید کړي دي.
پېښه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې رامینځ ته شوې ده چې یوه افغان کمانډو سرتېري پر څلورو تنو امریکایي پوځیانو ډزې کړي دي چې درې یې مړه او یو یې ټپي دی.
پرون خبر خپور شو چې په یاده پېښه کې دوه تنه مړه او دوه تنه ټپیان دي.
برید کوونکي سرتېري هم د امریکایي پوځیانو په ډزو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.