د جرمني بهرنیو چارو وزیر وايي چې کیدای شي د قطر کړکیچ جګړه پېښه کړي

د جرمني بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګابریل ویلي دی چې کیدای شي د قطر کړکیچ یوه نوې جګړه وزیږوي.
نوموړي دا خبرې له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي.
ګابریل زیاته کړې چې لا اوس هم فرصت شته تر څو مخالفتونه راکم کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جرمني پر قطر له بندیز لګوونکو هیوادونو غوښتنه کړې وه تر څو پر قطر لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
سعودي، اماراتو، بحرین او مصر پر قطر بندیزونه لګولي دي چې له مخې یې له دې هیوادونو سره ټول هوایي، ځمکني او سمندري سرحدونه تړل شوي دي.
خو ترکیې له قطر څخه کلک ملاتړ کړی دی.